د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ حکومت ویلي چې د امریکا د ګرینکارډ د لاټري پروګرام یې په موقتي ډول درولی دی.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې، کریستي نوم، ویلي چې هغې د امریکا د تابعیت او مهاجرت له ادارې (USCIS) غوښتي چې دغه پروګرام ودروي. هغې د دې پرېکړې دلیل امنیتي اندېښنې یادې کړې دي.
کریستي نوم په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې په خپل پیغام کې لیکلي چې هغه کس چې د براون پوهنتون د ډزو پېښې او د ماساچوسټس پوهنتون د یوه لوړپوړي اټومي ساینسپوه د وژنې په تړاو تر تعقیب لاندې ړو، د ګرینکارډ د قرعهکښۍ پروګرام له لارې امریکا ته داخل سوی وو.
امریکايي چارواکو مخکې دغه کس کلودیو مانوئل نوس والسنتي معرفي کړی وو؛ نوموړی د پرتګال ۴۸ کلن تبعه او د براون پوهنتون پخوانی محصل وو.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې ویلي چې دغه کس په ۲۰۱۷ کال کې د ګرینکارډ د لاټري پروګرام له لارې د امریکا دایمي اقامت ترلاسه کړی وو. هغې په خپل پیغام کې ټینګار کړی: «دې جنایتکار ته باید هېڅکله زموږ هېواد ته د داخلېدو اجازه نه وای ورکړل سوې.»
کریستي نوم زیاته کړې چې د دې پروګرام ځنډول کولی سي په راتلونکې کې د ورته پېښو مخه ونیسي او د امریکا ملي امنیت لا پیاوړی کړي.



