د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جوبایډن ادارې ته خبرداری ورکړی چې اوکراین ته د کلسټر بمونو استول به د امریکا پښه د دریمې نړیوالې جګړې پر لور پرانیزي. په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ډونالډ ټرمپ پر جوبایډن غږ کړی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي او د یوه بې کفایته حکومت له امله د مرګ او ویجاړۍ مخه ونیسي. هغه دا خبرداری هم ورکړ چې اوکراین ته د کلستر بمونو لیږل به “د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د راتلونکو لسیزو لپاره بې ګناه اوکرایني نارینه، ښځې او ماشومان ووژني او معیوب کړي.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5310
۱ کال پیش
شماره خبر 5310
منتشر شده در ۱۳:۴۳ - سرطان ۲۲, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email