د ټاپي پروژې په اړه د طالبانو د کانونو وزیر او د ترکمنستان د سفیر ترمنځ هوکړه

د ټاپي پروژې په اړه د طالبانو د کانونو وزیر او د ترکمنستان د سفیر ترمنځ هوکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور او په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ټاپي پر پروژې موافقه وکړه. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ترکمنستان چارواکو او طالبانو د ټاپي پروژې پر ارزښت، د ځمکې د استملاک او د ترکمنستان د تخنیکي ټیم له خوا د دې پروژې د عملي کار د پیل لپاره د زمینې برابرولو په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې غونډه کې وویل چې طالبان د ټاپي پروژې د پیل هرکلی کوي او دا ډله به د دې پروژې امنیت تامین کړي. په کابل کې د ترکمنستان سفیر عوضوف هم د ټاپي پروژې د پیل لپاره د ترکمنستان چمتووالی اعلان کړ.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو او قرغزستان چارواکو د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x