د وزیر محمد اکبر خان د کرکټ سیالیو اوولسم پړاو پیل

د وزیر محمد اکبر خان تر سرلیک لاندې د ولایتي لومړي درجې د یو ورځنیو کرکټ سیالیو اوولسم پړاو د جدی میاشتې په ۱۶ نېټه په خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیلیږی او د جدی میاشتی تر ٢٦ نیټی پورې به دوام وکړي.
د وزیر محمد اکبر خان د کرکټ سیالیو اوولسم پړاو پیل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د وزیر محمد اکبر خان تر سرلیک لاندې د ولایتي لومړي درجې یو ورځنیو کرکټ سیالیو اوولسم پړاو د جدی له ۱۶مې نېټې څخه په خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیلېږي او تر ۲۶مې نیټی پورې به دوام ولري.

 په دې پړاو کې د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۲ ټیمونه ګډون کوي چې په دوه ډلو به وویشل سی. په دې لسو ورځو کې به د دغو ټیمونو ترمنځ ۳۳ لوبې ترسره سي.

 د دې سیالیو موخه د کرکټ نوو استعدادونو وده او پېژندنه او د لوبغاړو د ملي سیالیو لپاره چمتووالی بلل سوی دی.

 د «وزیر محمد اکبر خان» سیالۍ د افغانستان د کرکټ د کلنی مهال وېش له مهمو سیالیو څخه ګڼل کیږي او هر کال د نامتو او نوو لوبغاړو په ګډون ترسره کیږي.

 د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤولین هیله مند دي چې دغه سیالۍ به د نوو څېرو د موندلو زمینه برابره کړي او د ملي ټیم د جوړښت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x