د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د بغلان له سیلاب ځپلو سره د مرستو د راټولولو د کمېټې غړي اسدالله مصطفی هاشمي رسنیو ته وویل: د کابل او بلخ د سوداګرو دغه مرسته چې ۳۰ زره ۱۱۵ امریکايي ډالر نغدې، ۸۰۰ بورۍ اوړه او ۱ زره او ۱۷ کارټن درمل په کې شاملې دي، یادې کمېټې ته وسپارل شوه. هغه زياته کړه، چې دغه مرستې به د بغلان د لسو ولسواليو پر سېلاب ځپلو او مستحقينو ووېشل شي. د يادونې وړ ده، چې د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې د سېلابونو له امله تر اوسه له ٣٠٠ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ٢٠٠٠ نور ټپيان دي. تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په شمالي ولایت بغلان کې ثبت شوې ده.

- 39
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8670
- کې خپور شو 2:43 ب.ظ
- د خبر شمیره 8670
- May 16, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8670
- کې خپور شو 2:43 ب.ظ
- د خبر شمیره 8670
- May 16, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:43 - May 16, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



