د معمار پرس د خبر له مخې؛ ښاغلي جمال په دې غونډه کې اعلان وکړ چې د ګرځندوی شرکتونه به وکولای شي د نوي جواز په ترلاسه کولو سره څو ادارې رامینځته کړي.
د سرچینې په وینا، دا اقدام د ګرځندوی فعالیتونو د پراخولو او کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره ترسره کیږي.
د چارواکو په وینا، د جوازونو معیاري کول او د معلوماتو زیربنا رامینځته کول په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت تنظیم کولو لپاره ګامونه دي.