لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9909
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9909
منتشر شده در ۱۸:۵۱ - اسد ۱۵, ۱۴۰۳

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، په افغانستان کې د مې میاشتې سېلابونو لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي دي. اوچا يادونه وکړه، چې بارانونو د افغانستان په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا د افغانستان په لوېديځ کې ډېره ويجاړه کړې ده. دغه بنسټ دا هم ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. اوچا زیاته کړې ده چې په داسې یوه حالت کې له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرینو اخراج په افغانستان کې د خوراکي توکو بحران زیات کړی دی. په هېواد کې وروستیو طبیعي پېښو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د مهاجرت د نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه اوونۍ کې په څو ولایتونو کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۷۱ تنو ته رسېدلی او شاوخوا ۹۰۰ کورونه ویجاړ شوي او زرګونه نور بې کوره شوي دي. د افغانستان خلک په اوسني حالت کې له ډېرو ننګونو سره مخ دي. د دغو پېښو له جملې څخه په هېواد کې پرله پسې سېلابونه راوتلي دي، چې ډېر خلک يې اغېزمن کړي او يو شمېر هېوادوال يې وژلي دي. د اوبو د جریان د کنټرول لپاره د بندونو نشتوالی او د طبیعي خنډونو نشتوالی د دې لامل شوی چې سیلابونه په چټکۍ سره تیر شي او په پایله کې یې خلکو ته ډیر زیانونه او ځاني زیانونه اړولي دي. په داسې حال کې چې سېلاب ځپلي خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري، له ګاونډيو هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدل او شړل يې ستونزمن کړي دي. یوازې د طالبانو اداره نه ده توانیدلې چې سیلاب ځپلو او مهاجرینو ته پاملرنه وکړي او نړیوالې مرستې د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دي. دا ټولې ننګونې په افغانستان کې د کمزوري اقتصاد او پراخې بېکارۍ له امله دي. کله چې نږدې ۵۰٪ هیوادوال د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، ښکاره ده چې د خلکو اقتصادي وضعیت د بحران په لور روان دی او روښانه لید به نه وي. په داسې یو حالت کې چې زموږ خلک ورسره لاس او ګریوان دي، دا وېره ده چې افغانستان به په یوه ستر خوراکي او اقتصادي بحران کې راګیر شي چې راتلونکی نسل به یې د نه جبرانېدونکي خطرونو سره مخ کړي. تمه کیږي چې په افغانستان کې به سیاسي او اقتصادي لاره پرانیستل شي تر څو موږ په هیواد کې د بې وزلۍ، د خوړو د نه خوندیتوب او طبیعي پیښو د بدمرغه پایلو شاهدان نه شو.

  په کابل کې د طالبانو پر یوه پوسته وسله وال برید او چاودنه شوې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

پشتو-اتحادیه-اروپا
د افغانستان له اقتصاد سره د اروپايي ټولنې مرستې
۳ ساعتونه پیش
مجلس نمایندگان امریکا لایحه‌ای را برای انتقال شهروندان افغان‌ همکارش تصویب کرد
د امریکا ولسي جرګې د خپلو افغان اتباعو د انتقال قانون تصویب کړ
۵ ساعتونه پیش
1235465878
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر: د افغان او ازبک سوداګرو اندېښنې به حل شي
۵ ساعتونه پیش
تاکید بر اهمیت بندر چابهار برای اقتصاد افغانستان
د افغانستان د اقتصاد لپاره د چابهار بندر پر اهمیت ټینګار
د چابهار بندر د کاري ډلې درېیمه غونډه د افغانستان په اقتصاد کې د دغه بندر پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې جوړه شوه.
۷ ساعتونه پیش

آخرین اخبار مهم

د افغانستان له اقتصاد سره د اروپايي ټولنې مرستې
۳ ساعتونه پیش
د امریکا ولسي جرګې د خپلو افغان اتباعو د انتقال قانون تصویب کړ
۵ ساعتونه پیش
مجلس نمایندگان امریکا لایحه‌ای را برای انتقال شهروندان افغان‌ همکارش تصویب کرد
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر: د افغان او ازبک سوداګرو اندېښنې به حل شي
۵ ساعتونه پیش
د افغانستان د اقتصاد لپاره د چابهار بندر پر اهمیت ټینګار
۷ ساعتونه پیش
تاکید بر اهمیت بندر چابهار برای اقتصاد افغانستان
د کرزي له سفر وروسته په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو اوازې زیاتې شوې
۸ ساعتونه پیش
شایعات درباره تغییرات سیاسی در افغانستان قوت گرفت
په پاکستان کې د افغان کډوالو کړکېچن حالت
۲ ورځې پیش
وضعیت بحرانی مهاجران افغان در پاکستان
د ازبکستان نوی سفیر: د تاشکند او کابل ترمنځ د اړیکو د پراخولو هڅه به وکړم
۲ ورځې پیش
کرزی: ایران د افغانستان د کړکېچ په حل کې مهم رول لوبولی شي
۲ ورځې پیش
حامد کرزی خواهان ابتکار منطقه‌ای برای حل مشکلات افغانستان شد

گزارش و مصاحبه

Screenshot 2024-09-25 224628
محمد داوود افشار:امریکا باخروج خود به دنبال بحران در افغانستان بود
۲ میاشتی پیش
۲۲:۵۰ - میزان ۴, ۱۴۰۳
محب الله نوری
گفتگو با داکتر محب الله نوری :بی کفایتی تعدادی از رهبران افغانستان یکی از عوامل سقوط بود
۳ میاشتی پیش
۲۱:۴۴ - اسد ۳۱, ۱۴۰۳
esmatullahi
مصاحبه اختصاصی با دکتر عصمت الهی
۳ میاشتی پیش
۲۰:۰۹ - اسد ۳۰, ۱۴۰۳
دکتر سید بصیر احسانی
مصاحبه اختصاصی شبکه معمار تی وی دکتر بشیر احسانی
۳ میاشتی پیش
۱۹:۳۹ - اسد ۲۸, ۱۴۰۳
حسام تالقانی
داکتر حسام الدین آشنا :اشرف غنی عامل سقوط کشور بود
۳ میاشتی پیش
۱۰:۳۰ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳
اشرف غنی عامل سقوط افغانستان بود
حسام الدین تالقانی : اشرف غنی عامل سقوط افغانستان بود
حسام الدین تالقانی، نماینده جمعیت اسلامی افغانستان در ایران در مصاحبه ای با رسانه "معمار" اظهار داشت اشرف غنی، رئیس جمهور سابق افغانستان، عامل اصلی سقوط حکومت بود
۳ میاشتی پیش
۱۰:۰۰ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳