د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبړامانیام جی شنکر د دوشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۳مه، په نږدې پنځو کلونو کې د لومړي ځل لپاره بیجینګ ته ورسید او د چین د مرستیال ولسمشر هان ژینګ سره یې ولیدل.
هغه بیا د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره تیانجین ته سفر وکړ.
دا لیدنه د هند او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د بدلون په توګه لیدل کیږي، چې د ګالوان په دره کې د ۲۰۲۰ کال د مرګونې نښتې وروسته د همالیا په سرحدي سیمو کې له پوځي او ډیپلوماټیکو کړکیچونو سره مخ شوي دي.