د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، جيشنکر د هند د بهرنیو چارو وزیر، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره خپله لیدنه «رغنده» بللې ده. نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ، د جدي په ۱۲مه نیټه ، د هند په یوه پوهنتون کې د یوه افغان محصل د پوښتنې په ځواب کې کړي دي.
جيشنکر ویلي دي چې نوی ډهلی د افغانستان سره د خلکو ترمنځ ټولنیزې اړیکې ساتلي دي او همدارنګه په روغتیایي، پراختیایي، او خوراکي مرستو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.
امیرخان متقي د روان کال د میزان په میاشت کې، د طالبانو د واکمنۍ تر ټینګښت وروسته، د لومړي ځل لپاره هند ته سفر کړی دی. تر هغه وروسته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، او د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي، هم په جلا سفرونو کې هند ته تللي دي.
دا لیدنې او سفرونه په داسي حال کې ترسره سوي دي چې هند تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو د دواړو لورو ترمنځ په بشري او سوداګریزو برخو کي د مستقیمی همکاري ځيني نښې لیدل کېږي.




