د هند د الوتکې حادثه: “ټول ۲۴۲ مسافر مړه شوي”

د هند په احمد آباد کې د ایر انډیا یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۲۴۲ کسان پکې سپاره وو، ولوېده او هیڅوک یې له پېښې ژوندي پاتې نه شول.
د هند د الوتکې حادثه: “ټول ۲۴۲ مسافر مړه شوي”

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایر انډیا بوینګ ۷۸۷، چې لندن ته روانه وه، د احمد آباد له هوايي ډګر څخه د الوتنې پنځه دقیقې وروسته په ځايي وخت ۱:۳۸ بجې ولوېده.

الوتکه د میګانی‌نګر په استوګنیزه سیمه کې ولوېده، او د پېښې له ځای څخه لوګی پورته شو.

د پولیسو او رسنیو راپورونه تاییدوي چې په الوتکه کې سپاره ټول ۲۴۲ کسان، چې ۲۱۷ لویان او ۱۱ ماشومان پکې شامل دي، مړه شوي دي.

د مسافرو له ډلې څخه ۱۶۹ هنديان، ۵۳ برتانویان، ۷ پرتګاليان او یو کاناډایی و.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه