د هلمند د اوبو د کمېسارانو دېرشمه ناسته به په تهران کې ترسره سي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د طالبانو د اوبو او انرژۍ له مرستیال سره د لیدنې پر مهال هوکړه کړې چې د هلمند د اوبو د کمېسارانو دېرشمه ناسته به ژر په تهران کې ترسره سي، څو د حق‌الابه او نړیوالو تالابونو اړوند موضوعات تعقیب سي.
د هلمند د اوبو د کمېسارانو دېرشمه ناسته به په تهران کې ترسره سي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت سفارت په کابل کې نن‌ (سه‌شنبه، د لړم ۶مه) اعلان کړی چې د کاظم غریب‌آبادي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، او مجیب‌الرحمان آخوندزاده، د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، ترمنځ لیدنه ترسره سوې ده.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو هوکړه کړې چې د اوبو د موضوعاتو د تعقیب لپاره د هلمند د اوبو د کمېسارانو دېرشمه ناسته په نږدې راتلونکي کې په تهران کې ترسره سي.

د ایران سفارت په کابل کې په خپره سوې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي غریب‌آبادي د طالبانو د اوبو او انرژۍ له مرستیال سره د هلمند د سیند حق‌الابه، د هریرود حقوقي رژیم، تخنیکي او حقوقي ناستو، او د هامون نړیوالو تالابونو په اړه خبرې کړې دي. همدارنګه، پرېکړه سوې چې د هلمند د اوبو د کمېسارانو دېرشمه غونډه د اوبو اړوند موضوعاتو د تعقیب په موخه په نږدې راتلونکي کې په تهران کې ترسره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه