د معمار پرس د خبر له مخې؛ د صدراعظم د دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هرات صنعتي پارک د پنځم پړاو د پرانیستې په مراسمو کې د افغان کډوالو د ستونزو حل کولو اړتیا باندې ټینګار وکړ او دا یې د ټولنې د ټولو برخو لپاره یو ملي مسؤلیت وګڼلو.
هغه وویل چې د ټولنې د ټولو سکتورونو همکاري او خواخوږي، په ځانګړي توګه د خصوصي سکتور فعال ګډون، کولای شي په افغانستان کې د کډوالو د راستنیدو او ادغام پروسه اسانه کړي.