د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هرات د فولادو فابریکه په رسمي ډول د ۱۴۰۴ کال د اسد په ۱۵مه د هرات په صنعتي ښار کې د ۷ ملیون ډالرو پانګونې سره پرانیستل شوه او خپل فعالیتونه یې پیل کړل.
مراسم د هرات د والي مولانا شیخ نور احمد اسلام جار او یو شمیر ملي صنعتکارانو او سوداګرو په شتون کې ترسره شول.
د طالبانو د چارواکو په وینا، دا فابریکه چې د خصوصي سکتور لخوا تاسیس شوې، د ۱۵۰ ټنو مختلفو اوسپنې محصولاتو ورځني تولید ظرفیت لري، او د ۱۵۰ کسانو لپاره یې د کار فرصتونه رامینځته کړي دي، په ځانګړي توګه هیواد ته راستنیدونکو کډوالو لپاره.