د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا پروژې به د برېښنا زیربنا پیاوړې کولو او په ولایت کې د خدماتو کیفیت ښه کولو په موخه پلي شي.
هغه قراردادونه چې د طالبانو لخوا اداره کیدونکي افغان برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر او د پورته ذکر شویو شرکتونو استازو ترمنځ لاسلیک شوي، د نور الجهاد سب سټیشن څخه پل هاشمي ته او د پل هاشمي څخه شهدا ۲۴ حوت سب سټیشن ته د ۲۲۰ کیلو ولټ لینونو لیږد شامل دي.
د افغان برېښنا شرکت په وینا، دا پروژې، چې د دوو کلونو په اوږدو کې به بشپړې شي، د هرات د برېښنا شبکې ثبات او پایښت به ډاډمن کړي.
دا اقدام د باور وړ او کیفیت لرونکي انرژۍ لپاره د ولایت د بیړنۍ اړتیا په ځواب کې دی.