د هاګ محکمې مخې ته د افغانانو احتجاج: د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ/ هزاره کېدل جرم نه دی

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې، دوی د “د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ” او “هزاره کېدل جرم نه دی” شعارونه ورکول او د کاج پر ښوونځي د وروستي برید په ګډون یې د هزاره ګانو پر وړاندې د بریدونو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه کوله.

لاریون کوونکو د کاج ښوونځي د قربانیانو په یاد کې شمعې بللې. په دغه برید کې شاوخوا ۶۰ زده کوونکي، چې ډېری یې نجونې وې، ووژل شول.

د کاج پر ښوونځي برید په نړیواله کچه د اعتراضونو لامل شو.

د هاګ د محکمې مخې ته يو لاريون کوونکي وويل، څه باندې سل کاله کېږي چې افغان هزاره ګان د قومي هويت له امله قرباني کیږي.

هغه وايي چې افغان هزاره ګان په جوماتونو، کورسونو، ښوونځيو او د لوبو په ميدانونو کې وژل کېږي. د دغه مظاهره کوونکي په وینا، د قربانیانو جرم «هزاره کیدل» دی.

لاریون کوونکي له ملګرو ملتونو او د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتنه کوي چې د هزاره ګانو “نسل وژنه” په رسمیت وپېژني او هغه ودروي.

د شنبې په ورځ (د میزان ۱۶مه) چې د اکتوبر له اتمې نیټې سره برابره ده، د نړۍ په لسګونو هیوادونو او ښارونو کې د هغه څه پر ضد چې د هزاره ګانو د نسل وژنې په نوم یادیږي، مظاهرې وشوې. دغه لاريونونه په ځينو هېوادونو کې دوام لري.

بیشتر بخوانید:  د مسکو غونډه؛ د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې خوشې شي او طالبان دې له سیاسي ډلو سره خبرې پیل کړي

“د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ” د دغو لاریونونو اصلي شعار .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x