د نۍ بنسټ: د پاکستان لخوا د افغان کډوالو ابزاري کارونه غیرانساني ده

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ کوونکی بنسټ «نۍ»، د پاکستان د وروستیو نیونو او د افغان خبریالانو د ایستلو ګواښونو په غبرګون کې ویلي چې ددې هېواد حکومت باید خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو پر وړاندې د وسیلې په توګه ونه کاروي او په اوسني حالت کې یې له هېواده ونه باسي.
د نۍ بنسټ: د پاکستان لخوا د افغان کډوالو ابزاري کارونه غیرانساني ده

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ کوونکي بنسټ «نۍ» چې په جلا وطنۍ کې فعالیت کوي د پاکستان د وروستیو نیونو او د افغان خبریالانو او رسنیو کار کوونکو د ایستلو ګواښونو په غبرګون کې د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې په هیڅ صورت دې افغان خبریالان او رسنیز کارکوونکي له هېواده نه باسي.

نی په یوه اعلامیه کې چې تیره شپه خپره سوې ویلي: هغه څه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر ضد ترسره کېږي، «ډېر د اندېښنې وړ» دي او له پاکستانه غواړي چې افغان کډوال د طالبانو پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي. د نۍ په وینا، یوازې په تېر ۲۴ ساعتونو کې پنځه افغان خبریالان او رسنیز کارکوونکي په اسلام‌آباد کې نیول سوي او یوه موقتی کمپ ته لېږدول سوي، څو له هغه ځایه افغانستان ته وشړل سي.

نۍ زیاته کړې چې خبریالان، رسنیز کارکوونکي او هم د افغانستان نور مدني فعالان خپل هېواد ته د تګ په صورت کې د مرګ له خطر سره مخ کېږي، او د دغو زیان‌منو کسانو ساتنه د هغو هېوادونو مسؤلیت دی چې هلته یې پناه اخیستې ده. دغه بنسټ له پاکستانه غوښتي چې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د اوږدمهاله پاتې کېدو زمینه برابره کړي، څو دا خلک د مرګ له خطره خوندي پاتې سي. نۍ په تبعید کې ټینګار کړی چې د ملکی خلکو او افغان کډوالو د فشار د وسیلې په توګه کارول د دیني او اسلامي اصولو خلاف دي.

نۍ په خپل اعلامیه کې لیکلي: «د پاکستان حکومت باید پوه سي چې په افغانستان کې واکمن طالبان د خبریالانو او مدني ټولنې دښمنان دي او په دې مسلک کې کارکوونکي د دې ډلې له نظره واجب‌القتل ګڼل کېږي.» د پاکستان پولیسو په وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو پروسه چټکه کړې ده. یو شمېر افغانان چې په پاکستان کې اوسېږي، هغه کسان دي چې د طالبانو له ګواښونو څخه د خوندي کېدو لپاره دې هېواد ته تښتېدلي؛ په شمول د خبریالانو، د پخواني حکومت کارکوونکو، مدني فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x