د نی نهاد له شهباز شریف څخه د افغان خبریالانو د ملاتړ غوښتنه وکړه

د نی نهاد په تبعید کې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د سخت وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف څخه یې د بشردوستانه ویزو د ورکړې او د خبریالانو د ملاتړ لپاره د مستقیمې مداخلې غوښتنه کړې ده.
د نی نهاد له شهباز شریف څخه د افغان خبریالانو د ملاتړ غوښتنه وکړه

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د «نی نهاد په تبعید کې، چې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ له بنسټونو څخه دی، په پاکستان کې د افغان خبریالانو د ناوړه وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، د یوه رسمي لیک له لارې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتي چې د دې کړکېچ د حل لپاره مستقیمه مداخله وکړي.

یاد بنسټ د سې‌شنبې په ورځ، د جدی ۲مه، په خپل لیک کې ویلي چې افغان خبریالان په پاکستان کې د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو له ګواښ، د تګ‌راتګ له سختو محدودیتونو او د قانوني خوندیتوب له نشتوالي سره مخ دي او عملاً د کورني بند په څېر وضعیت کې ژوند کوي.

د «نی» په لیک کې راغلي چې یو شمېر افغان خبریالان د ویزې د نشتون یا د هغې د نه تمدید له امله نیول سوي یا بېرته افغانستان ته شړل سوي دي؛ هغه ځای ته چې هلته په مستقیم ډول د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.

د نی نهاد له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې افغان خبریالانو ته بشردوستانه ویزې ورکړي، د امنیتي ادارو له‌خوا د هغوی د ځورونې مخه ونیسي، او د خبریالانو او د هغوی د کورنیو لپاره د ژوند او حقوقي مصونیت تضمین برابر کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک سوی او د هغوی د ویزو تمدید هم درول سوی دی.

په همدې حال کې، د پاکستان یوه سناتور هم د پناه‌غوښتونکو، په ځانګړي ډول د افغان روشنفکرانو، رسنیزو کارکوونکو او ښځو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x