د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ پرون ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل چې نن به د نړۍ نفوس اته میلیارده وي او هند به په ۲۰۲۳ کال کې تر چین زیات نفوس ولري.
د هند نفوس ۱.۳۸ میلیارده اټکل شوی چې د چین د ۱.۴ ملیارد نفوس په پرتله لږ څه کم دی لکه څنګه چې نړیوال بانک راپور ورکړی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هند او چین نفوس د نړۍ د ټول نفوس یو پر دریمه برخه جوړوي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې په راتلونکو دریو لسیزو کې به په لویدیځه افریقا کې د نفوسو وده د پخوا په پرتله چټکه شي او په روان کال کې به د ۲۱۶ میلیونو وګړو څخه ۳۷۵ میلیونو تنو ته ورسیږي.
په دې حساب به له هند، چین او امریکا وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات نفوس لرونکی هېواد شي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې تر ۲۰۵۰ پورې به د ډیری فرعي سهارا افریقایي هیوادونو نفوس دوه چنده شي، چې په منځ کې به یې نایجیریا، کانګو، ایتوپیا او تنزانیا په ترتیب سره د نفوس ترټولو لویه او چټکه وده ولري.
ډیری افریقایي هیوادونه چې د ملګرو ملتونو په وینا د نفوس د ګړندۍ ودې شاهد دي ، له ګڼو ستونزو سره چې د بې کارۍ له زیاتوالي نیولې بیا د زیربناوو او کورونو نشتوالي، روغتیايي خدمتونو او ښوونې او روزنې ته د ناکافي لاسرسۍ سره مخ دي او د نفوس وده به دا ستونزې لا هم پیچلې کړي.