د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران: طالبان باید د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې بندې کړي

د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران: طالبان باید د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې بندې کړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې بندې کړي. “په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک جنسیتي تبعیض سره مبارزه” تر سرلیک لاندې د دوی د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې راغلي دي چی په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغه هېواد ښځې او نجونې په تدریجي ډول د یو لړ فرمانونو له لارې له عامه ژوند څخه لیرې شوې دي. د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د راپور په حواله ویلي چې تېر کال په افغانستان کې له هرو دوو ښځو څخه نږدې یوه ښځه له فزیکي، جنسي یا کورني تاوتریخوالي سره مخ شوې ده

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د حکومت له خوا د اتریش یو تبعه نیول شوی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x