د نورستان او پنجشیر د کانونو د کیندلو څخه د طالبانو میلیاردي عاید

د طالبانو ادارې اعلان کړی چې د پنجشیر ولایت له ۷ زره قیراطو زیات زمرد او د نورستان له ۱۱ زره ۶۸۷ کیلوګرامو قیمتي ډبري پلورل سوي، چې له دې لارې د دې ادارې خزانې ته له ۱۱۴ میلیونه افغانیو څخه زیات پیسې لیږدول سوي دي.
د نورستان او پنجشیر د کانونو د کیندلو څخه د طالبانو میلیاردي عاید

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د طالبانو ادارې اعلان کړي چي ، د افغانستان د کانونو د کیندلو په دوام، یو ځل بیا د پنجشیر زمردو او د نورستان د قیمتي ډبرو د پلور خبر ورکړل سو.

د دې ادارې د مسؤلینو په وینا ، د سه شنبې په ورځ د پنجشیر له کانونو څخه ۷ زره ۵۱۳ قیراطو زمرد چې ارزښت یې له ۶ میلیونه افغانیو زیات وو، او د نورستان ۱۱ زره ۶۸۷ کیلوګرامه قیمتي ډبرې چې ارزښت یې له ۱۱۳ میلیونه افغانیو زیات وو، وپلورل سوي.

رحیم عمیر،  په نورستان ولایت کې د طالبانو د کانونو او پترولیم رئیس ، وویل چې دا ډبري د کنزیت، بیروج، بلور او مارگنیت ډولونه لري او د ماوي ولسوالۍ د دواب کانونو څخه کيندل سوي دي. هغه زیاته کړه چې د دې ډبرو له پلور څخه ۱۱ میلیونه ۳۵۶ زره افغانی د طالبانو د ادارې خزانې ته ليږدول سوي دي.

طالبانو په خپلې څلور کلنۍ واکمنۍ کې په افغانستان کې د طبیعي سرچینو په کیندلو او د هغو پر  پلور تمرکز کړی دی. نيوکه کوونکي دا پروسه غیر مسلکي او غیر قانوني ګڼي او وایي چې ددې کانونو د پلور  عایدات د ملي پانګونې پر ځای د طالبانو د واک د ټینګښت لپاره کارول کیږي.

مخکې له دې په پنجشیر ولایت کې  د کانونو او پترولیم ریاست اعلان کړی و چې په روان کال کې په دې ولایت کې د ۲۶۰ څخه زیات نوي د زمرد کانونه موندل سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x