د نفاق په زمانه کې یووالی: د «افغانستان همدل ۳» د غونډې د اعلامیې شننه

د «افغانستان همدل ۳» غونډه، چې په ایران کې د افغان فکري او علمي څېرو په ګډون جوړه سوې وه، یوه اعلامیه خپره کړه چې یوازې سیاسي اعلامیه نه ده، بلکې د تاریخي او فرهنګي یووالي څرګندونه او د سیمه‌ییزو کړکېچونو پر وړاندې یو هوښیارانه غبرګون بلل کېږي.
د نفاق په زمانه کې یووالی: د «افغانستان همدل ۳» د غونډې د اعلامیې شننه

د «افغانستان همدل ۳» غونډه، چې په ایران کې د افغان فکري او علمي څېرو په ګډون جوړه سوې وه، یوه اعلامیه خپره کړه چې یوازې سیاسي اعلامیه نه ده، بلکې د تاریخي او فرهنګي یووالي څرګندونه او د سیمه‌ییزو کړکېچونو پر وړاندې یو هوښیارانه غبرګون بلل کېږي.

دغه غونډه، چې د افغان فکري او علمي څېرو په ګډون جوړه سوې وه، یوه اعلامیه خپره کړه چې یوازې سیاسي اعلامیه نه ده، بلکې د تاریخي او فرهنګي یووالي څرګندونه او د سیمه‌ییزو کړکېچونو پر وړاندې یو هوښیارانه غبرګون بلل کېږي .

 په ګډوډ منځني ختیځ کې، چېري چی جګړې، ترهګري او بهرني لاسوهنې د ملتونو اړیکې اغېزمنې کړې دي، په مشهد مقدس کې د «افغانستان همدل ۳» غونډه یوه سمبولیکه او ارزښتناکه پېښه ګڼل کېږي. دا راټولېدنه نه یوازې د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ د پخوانۍ فرهنګي ګډ ژوند څرګندونه کوي، بلکې د سیمې هاخوا د رامنځته کېدونکو ګواښونو په وړاندي يو ګډ دريځ ګڼل کېږي . د دې غونډې وروستۍ اعلاميه داسې متن ګڼل کېدای سي چې پکښې تاريخي منطق، اخلاقي او سياسي اړخونه يو له بل سره يوځای سوي تر څو د اسلامي نړۍ د روانو کړکېچونو پر وړاندې ګډ دریځ رامنځته کړي.

د «افغانستان همدل ۳» غونډې وروستۍ اعلاميه د دوه اړخونو له نظره شنل کېدای سي.

۱- سمبولیک اړخ:
دا اعلامیه د افغانستان او ایران د خلکو ترمنځ د تاریخي او فرهنګي اړیکو پر نه ماتېدونکی تړاو ټینګار کوي. په داسې حال کې چې افغان کډوال په ایران کې د ټولنې یوه برخه جوړوي، دا ډول یووالی د ګډ برخلیک ژوره پوهه څرګندوي.

۲- سیاسي اړخ:
د امریکا له لوري د ایران پر وړاندې د ګواښونو غندنه او «د لیدلورو د ټکر » ټينګار ، د سیمې د چارو په اړه د لویدیځ د مداخلو د طرز په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي. د «د مقاومت ستنه» او «ګډ ګواښ» په څېر مفاهیم ښايي چې ګډونوال د ایران امنیت د سیمې له امنیت څخه جلا نه ګڼي.

ولې دا اعلامیه د ستاینې وړ ده؟

له فعال دریځه، د بې‌عملۍ پر ځای، د سیمې کړکیچونو ته ځواب ورکوي.

د دیني او فرهنګي ګډو ارزښتونو پر بنسټ، سیمه‌ییزو خبرواترو ته وده ورکوي .

د افغان کډوالو غږ چي د سیاسي بدلونونو مستقیمه ګټه اخیستونکي دي، اورېدونکو ته رسول کېږي.

امریکا او اسرائیل؛ د کړکیچونو جوړوونکي لوبغاړي

د منځني ختیځ وروستی تاریخ د امریکا او اسرائیلو له یادونې پرته نیمګړی دی. دغو دواړو لورو د لاندې کړنو له لارې دوامداره ناامني زیاته کړې ده:

په تېرو لسیزو کې په سوریه او عراق کې د افراطي ډلو ملاتړ؛
په عراق، افغانستان او یمن کې ویجاړوونکې جګړې؛
د «ترهګرۍ پر ضد مبارزې» تر نوم لاندې د هېوادونو پر خپلواکۍ تکراري تېری د دوامداره ناامنیو سبب ګرځېدلي دي.
د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ادعا داسې مهال کېږي چې شواهد ښايي چی د دوی تګلارو د افراطي ډلو د ودې هڅې کړې دي.

د افغانستان بېلګه:
امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د ولسواکۍ او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې تر شعار لاندې افغانستان ته ننوتله، خو شل کاله وروسته یې یو ګډوډ هېواد پرېښود، چې له شلو څخه زیاتې فعالې ترهګرې ډلې پکښې شتون لري. دا بې‌مسؤلیته وتل نه یوازې افغانستان د بشپړ نړېدو تر پولې ورساوه، بلکې د سیمې ثبات یې هم له ګواښ سره مخ کړ.

ولې افغان فکري او علمي څېرې د ایران ملاتړ کوي؟

د افغان ګډونوالو ملاتړ له ایران څخه د لاندې دلايلو پر بنسټ ولاړ دی:
١. ګډ ګواښ: دواړه هېوادونه د بهرنیو لاسوهنو له امله د ترهګرۍ قربانیان دي؛
٢. فرهنګي او ژبني تړاوونه: تاریخي، ادبي او دیني ګډوالی همغږي طبیعی کړي ده ؛
٣. د ایران ملاتړ له کډوالو څخه : ایران، سره له اقتصادي ستونزو، میلیونونه افغان کډوال منلي، چې انساني او اخلاقي عمل بلل کېږي؛
٤. د بهرني واک پر وړاندې ګډ مخالفت: د امریکا له خوا د افغانستان اشغال او بندیزونه، او د ایران پر ضد ظالمانه بندیزونه، د لویدیځ د مداخلت په اړه ګډ نظر رامنځته کړی دی.

دا ملاتړ احساساتي نه، بلکې د سیمې د جغرافیایي، فرهنګي او سیاسي واقعیتونو پر بنسټ ولاړ انتخاب دی.

د «افغانستان همدل ۳» غونډې اعلامیه د غور او فکر وړ ده. په داسې نړۍ کې چې لوی ځواکونه د دوه‌مخیزو شعارونو تر سیوري لاندې د کوچنیو هېوادونو امنیت تر خپلو ګټو قرباني کوي، د سیمې همغږي په دوه اړخیزه درناوي سره ، د ستونزو د حل لپاره یوازنی لاره ده .د دې پر ځای چې ملتونه د لوېدیځ او ختيځ له لوري په جوړ سوو مصنوعي ټکرونو کې ښکېل سي، کولای سي د خپلو ګډو ارزښتونو ، د عدالت او خپلواکۍ پر بنسټ د همکارۍ نوی نمونه جوړه کړي.

اساسي پوښتنه دا ده:آیا وخت یی نه دی را رسېدلی چي د سیمې هېوادونه د «وېش او واکمنۍ» له لوبې لاس واخلي او د ګډ امنیت لپاره خپلواکې خبرې اترې پیل کړي؟
ښایي ځواب د مشهد په څېر غونډو کې نغښتی وي؛ هغو همغږیو کې چې یادونه کوي، د نړیوالو توپانونو پر وړاندې یووالی د ژغورنې یوازینی لاره ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x