د رښتینې او الهامبښونکي بېلګې د موندلو لپاره، د حضرت علي بن ابي طالب (ع) ژوند او شخصیت یوه بېسارې نمونه وړاندې کوي. د زړورتیا، عدالتمحورۍ، سادهژوند، علم او پوهې، اتلولۍ او د کورنۍ سرپرستۍ په څېر ځانګړنې کولای سي د ټولې نړۍ د نارینه ؤ لپاره معیار او بشپړه نمونه وګرځي او د اخلاقي او مسؤلانه ژوند لارښوونه ورته وکړي. د نارینه نړیواله ورځ چې هر کال د نومبر په ۱۹مه لمانځل کیږي هغه مناسبت دی چې د سړیو د لاستهراوړنو، د هغوی د کورنۍ او ټولنې رولونو او مسؤلیتونو د ستاینې لپاره ځانګړې سوې ده.
د دې ورځې موخه د سړیو روغتیا ته پاملرنه، د کورنیو او ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا او په ټولنه کې د دوی مثبت رول ته پام دی. په جالب ډول، د نومبر ۱۹مه د تشناب نړیوالې ورځ سره هم مهاله ده، خو دا هم مهالي په بشپړه توګه تصادفي ده او هېڅ مستقیم تړاو سره نه لري. د نارینه نړیواله ورځ د نارینهوو د رول او ارزښت ستاینه ده، خو د تشناب نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو له لوري د حفظالصحې د مهم اهمیت د یادونې لپاره ټاکل سوې ده. سره له دې، په ټولنیزو شبکو کې د دې دوو ورځو هم مهالي په ځانګړي ډول د ښځو له لوري ډېر ځله طنزي او ټوکو په بڼه یادېږي او د کورني نظم، پاکوالي او چاپېریال ته د سړیو د پاملرنې په اړه بحثونه راپاروي.
که څه هم دا ټوکه ګڼل کېږي، خو یادونه کوي چې سړي کولای سي په کور، ټولنه او عامه پرمختګ کې په یو وخت مسؤلانه، اغېزناک او الهامبښونکي رول ولوبوي. په ټولنه کې د سړیو د رول عظمت او د غوره او پوره نارینه ؤ نمونې اړتیا ته په پام سره، یو ستر وړاندیز مطرح کېږي: «د نړۍ سړي دې د نارینه نړیواله ورځ د نومبر پر ۱۹مه نه، بلکې د حضرت علي بن ابي طالب (ع) د زېږېدو پر ورځ، د رجب پر ۱۳مه ولمانځي؛ ځکه دا ورځ د واقعي سړیتوب د بشپړ معیار نښه ده.» هغه ځانګړنې لکه شجاعت، د حق دفاع، عدالتمحوري، صداقت، علم، اتلولي، زغم، د کورنۍ سرپرستي او د یتیمانو پالنه دا ټول صفات حضرت علي (ع) درلودل او د هر سړي د ژوند لپاره پیاوړې لارښوونې دي.
سړي د کورنۍ او ټولنې بنسټونه دي. دوی په ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي ژوند کې مهم رولونه لري. د نارینه نړیواله ورځ فرصت دی چې د سړیو د لاستهراوړنو، مسؤلیتونو او مثبتو اغېزو ستاینه وسي، او دوی د رواني او جسمي روغتیا ساتنې، مسؤلیتپذیرۍ او د ټولنې د خدمت لپاره وهڅول سي. وروسته له دې، که څه هم د نومبر د ۱۹مې هم مهالي د تشناب نړیوالې ورځې سره تصادفي ده، خو په ټولنیزو شبکو کې یې طنزي او کلتوري خبرې راپورته کړي، چې په کور کې د سړیو په رول، پاکوالي او چاپېریال ته په پاملرنه ټینګار کوي. دا موضوع ښيي چې سړي د ټولنې، کورنۍ او چاپېریال په ښهوالي کې مخکښ رول لوبولای سي.
د حقیقي او الهام بخښونکی نارینهوالي او نمونې لپاره، د حضرت علي بن ابیطالب (ع) ژوند بېساري مثال دی. ځانګړتیاوې لکه کلک ایمان، د حق دفاع کې زړورتیا، عدالت او انصاف، سادهژوند، یتیم پالنه، علم، الهي سیاست پالنه، پهلوانی او په کورنۍ کې مهرباني، کیدلای سی چې د ټولو نارینه ؤ لپاره معیار او نمونه وي، او د هغوی د اخلاقی او مسؤلانه ژوند لپاره لارښوونې وړاندې کړي. د نارینهوو نړیواله ورځ د جنسیتي مساواتو وده، د نارینهوو جسماني او رواني روغتیا ته پاملرنه، او په کورنۍ او ټولنه کې د هغوی مثبت رول په موخه لمانځل کیږي. دا ورځ فرصت برابروي چې نارینه خپل رولونه په ټولنیزو، کورنیو او مسلکي برخو کې وښيي او د مسئولیت منلو، د کورنۍ ملاتړ، او د ټولنې پرمختګ کې برخه اخیستنې ته وهڅول سي.
داسې فعالیتونه لکه سیمینارونه، روزنیز ورکشاپونه او کلتوري کمپاینونه د دې لپاره زمینه برابروي چې د نارینهوو بریاوې او ننګونې وڅیړل سي او د هغوی اهمیت په ټولنه کې روښانه سي. خو مګر د حضرت علي (ع) څخه د نمونې اخیستلو اړتیا؛ د حقیقي نارینتوب د درک او عملي نمونې جوړولو لپاره، د حضرت علي بن ابیطالب (ع) ژوند بېساري نمونه ده.
له حیرانوونکي زېږون څخه په کعبه کې د پیغمبر (ص) په غیږ کې تر روزنې پورې، کلکه عقیده، د حق په دفاع کې زړورتیا، عدالتساتنه، ساده ژوند کول، یتیم پالنه، علم، الهي سیاست، او په کورنۍ کې مهرباني، ټول د هغه د نارینتوب بڼې دي. د هغه د زېږېدو ورځ د نارینهوو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل، فرصت برابروي چې نارینه د خپلو ټولنیزو او اقتصادي رولونو ترڅنګ په اخلاقی او معنوي وده هم فکر وکړي؛ ځکه چې نمونه ټاکل هغوی د زړورتیا، عدالت، مسئولیت مننې او د ټولنې خدمت ته رهنمايي کوي. له دې نظره، د حضرت علي (ع) د زېږېدو ورځ د نارینهوو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل نه یوازې د حقیقي نارینهتوب هویت څرګندوي، بلکې د نړۍ نارینهوو لپاره عملي نمونه وړاندې کوي.
هغه ورځ چې نارینه د حضرت علي (ع) له الهام څخه استفاده وکړي او زړورتیا، مسئولیت مننه، عدالت او د ټولنې خدمت د خپل ژوند محور وګرځوي، یوه سالمه، اخلاقمداره او فعال ټولنه رامنځته کېږي. نو ځکه سپارښتنه کېږي چې د نړۍ نارینه، په ځانګړې توګه مسلمانان، د حضرت علي (ع) د زېږېدو ورځ د نارینهوو نړیوالې ورځې په توګه ولمانځي او د هغه له ژوند او سلوک څخه الهام واخلي ترڅو د خپل ځان او ټولنې لپاره د دنیا او اخرت خیر رامنځته کړي. همدارنګه د دې تاریخي او کلتوري بدلون له نورو ګټو دا دی چې نارینه په ۱۳ د رجب د نارینهوو ورځ لمانځي او هم مهاله اړ نه دي چې د تشناب نړیوالې ورځې سره خپله ورځ ولمانځي.



