د ناروې پولیسو د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې یو افغان وګړی د برگن ښار په یوه تاوتریخجنه پېښه کې وژل سوی او د هغه میرمنه هم په دې پېښه کې ټپي سوې ده.
د ناروی د پولیسو په وینا، یو افغان ځوان د خپلې استوګنې د ځای څخه بهر په «آرنا» سیمه کې د فزیکي برید او تاوتریخوالي ښکار سوی. دغه کس د سختو لګیدلو ټپونو له امله د روغتون پر لور د لیږدولو په مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ناروی پولیسو ویلي چې د دې برید عامل د پېښې له ځایه د امنیتي ځواکونو له رسېدو مخکې وتښتېده او تر اوسه هېڅ څوک د دې وژنې په تړاو نه دي نیول سوي .
د پولیسو د معلوماتو پر اساس، دا پېښه د «قصدي» په توګه څېړل کېږي او د وژل سوي کس جسد به د سه شنبې په ورځ د نورو څېړنو لپاره عدلي طب ته ولیږدول سي.
د ناروې پولیسو همدارنګه د بریدګر د پېژندنې او نیولو لپاره د پراخ عملیاتو د پیل خبر ورکړی دی. په دې عملیاتو کې د پولیسو سپي، بې پیلوټه الوتکې (ډرونونه ) او د برگن ښار په بېلابېلو برخو کې د تلاشي بندرونه کارول سوي دي.
په ورته وخت کې، د وژل سوي کورنۍ یوه غړي د افغانستان انټرنیشنل سره په خبرو کې تایید کړې چې وژل سوی کس افغان وګړی و او هغه او میرمن یې د پخواني افغان حکومت تر سقوط وروسته ناروې ته پناه وړې وه.
د دې کورنۍ غړي زیاته کړه چې تر اوسه پورې پولیسو کورنۍ ته د بریدګر د هویت او د دې برید د موخې په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.




