د افغانستان د احصایې ملي اداره وايي، د میزان په میاشت کې د هېواد صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان ډېری صادرات ګاونډیو هېوادونو لکه هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته کېږي. خو په دې میاشت کې د افغانستان واردات هم زیات شوي او زیاتره وارداتي توکي له ایران، پاکستان او چین څخه وو. په میزان میاشت کې د صادراتو ټولیز ارزښت ۲۳۴.۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېرې میاشتې په پرتله ۶۱ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي. په ورته وخت کې د وارداتو ټولیز ارزښت ۱۱۴۰.۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=109813
۱ ورځ پیش
شماره خبر 109813
منتشر شده در ۱۵:۱۰ - عقرب ۳۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email