کلودیا شاینباوم، د مکزیک ولسمشرې، د کارتلونو د تاوتریخوالي په اړه د اندېښنو په ځواب کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالۍ به په خوندي توګه ترسره سي او د لیدونکو او کتونکو ته به هېڅ ډول ګواښ نه پېښیږي.
د راپورونو له مخې، د CJNG کارتل مشر «المنچو» وژل سوی، او د ګوادالاخارا ښار په اضطراري حالت کې دی. ګوادالاخارا هغه درې ښارونو کې شامل دی چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو کوربه توب به ترسره کړي.
په داسي حال کې ، د مکزیک ولسمشر د دې هېواد او د ګوادالاخارا ښار د امنیت په اړه ډاډ ورکړ او ویی ویل:
«اندېښنه نسته. د نړیوال جام د لیدونکو او کتونکو لپاره هېڅ خطر شتون نه لري. تر ټولو مهم ټکی دا دی چې لکه څنګه مې تیره ورځ وویل، زموږ هدف امنیت او سوله ده او موږ د هغې د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوو.»
د مکزیک چارواکو ټینګار کړی چې د دې نړیوالې ورزشي پېښې د ترسره کېدو لپاره به امنیتي تدابیر پیاوړي سي څو د ټیمونو او مینهوالو امنیت تضمین سي.




