د مولوي مهدي او طالبانو د حکومت تر منځ د شخړې او جګړې لاملونه

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=541
۳ کلونه مخکی
شماره خبر 541
منتشر شده در 4:21 ب.ظ

د طالبانو د حکومت او د هغه د قومندانانو تر منځ سخت اختلافات رامنځ ته شوي دي او تر ټولو مهم قومندان چې د طالبانو له حکومت څخه منحرف شوی او جلا شوی، مولوي مهدي مجاهد دی چې د اسلامي امارت له مشرانو څخه تر ناهیلي کیدو وروسته خپل پلرني ټاټوبي بلخاب ته د شپي له خوا وتښتید. د طالبانو له تګلارې سره يې خپل مخالفت اعلان کړ، که څه هم د جګړې او وينې تويېدنې د مخنيوي هڅې روانې وې، خو دا هڅې بې نتيجې پاتې شوې او دواړه لوري له خپلو دريځونو څخه لاس نه واخیستل او بالاخره جګړه پيل شوه.

مولوي مهدي مجاهد په بامیانو کې د طالبانو د استخباراتو یوازینی پخوانی قومندان و، چې طالبانو هڅه کوله دغه قومندان له خپل پوځي واکه لرې کړي. طالبانو هم درې ځلې کابل ته د هغه د راوستلو په موخه یو پلاوی واستاوه او په وروستي وار کې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو بلخاب ته ګډون کړی و، خو دې غونډې کومه نتیجه ورنه کړه او له هغه وروسته طالبانو بلخاب ته نظامي ځواکونه ولېږل. او دې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې بندې کړې او له درېیو خواوو یې پر بلخاب بریدونه پیل کړل. په بلخاب کې په وروستیو څو ورځو کې جګړې زور اخیستی او دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده، طالبانو هم د دې ډلې لوړپوړی پوځي چارواکی بلخاب ته د ځمکنیو ځواکونو، ځانمرګو بریدګرو او د مولوي مهدي پر پوستو د هوايي بریدونو له لارې استولی دی.

له بلې خوا مولوي مهدي د جګړې له پیل څخه مخکې اعلان وکړ چې هغه د شیعه ګانو او په ځانګړې توګه د هزاره جاتو برخلیک خپله سور کرښه ګڼي او په هیڅ صورت به له دې لارې څخه شا نه شي. له طالبانو څخه د هزاره جات د خلکو حقوق او ټولنیز عدالت غواړم او که مذاکرات نتیجه ورنکړي، زه له خپل ځانه دفاع کوم.
هغه د طالبانو رژیم د شیعه ګانو په له منځه وړلو تورن کړ او ویې ویل چې دغه حکومت د خالص اسلامي نظام په باره کې ادعا کوي، خو شیعه ګان یې له پامه غورځولي دي او د عاشورا پیښو ته په اشارې سره یې طالبانو ته وویل چې داسي کار ونکړي چي د افغانستان شیعه ګان په دوو لارو کېښودل شي.
د دې تر څنګ، محمد محقق هم طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې د بلخاب جګړه به له هزاره ګانو سره د جګړې اعلان وګڼل شي او ټول هزاره ګان دې اغېزمن کړي او د بامیان، دایکندي او غزني په ولایتونو کې به شیعه ګان مقاومت وکړي او طالبان به له ستونزو سره مخامخ شي.

له بلې خوا طالبان نه غواړي چې دغه کاروان د خپل پخواني قومندان په وړاندي له لاسه ورکړي او بلخاب هم د طالبانو لپاره خورا مهم دی، ځکه دا ولسوالي له بېلابېلو اړخونو په ځانګړي ډول له اقتصادي، تاریخي، جغړافیایی، او ټولنیز له پلوه په یوه قوي مقاومت مرکز تبدیلولو ځاي بلل کېږي. بلخاب د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم د دوی لپاره خورا مهم و، ځکه د طالبانو پر وړاندې د مجاهدینو له سترو مرکزونو څخه ګڼل کېده.

له همدې امله هغه څه چې د طالبانو د حکومت او مولوي مهدي او نورو طالب قومندانانو ترمنځ رامنځته شوي د واک پر سر سخت اختلافات ښيي چې ښايي اسلامي امارت یې دروند قیمت ادا کړي، همدارنګه پر بلخاب برید د طالبانو د تاجک او ازبک قوماندانانو لپاره، چې دا مهال د طالبانو په لیکو کې دي، د خطر زنګ وهلی او ښايي د طالبانو له لیکو څخه د مقاومت د جبهې په لور وخوځېږي. تر دې دمه د طالبانو یو شمېر ناراضه قوماندانان د مولوي مهدي له جبهې سره یوځای شوي دي. او دغه جبهه د هېواد په شمال کې د مقاومت په یوه نوي مرکز بدله شوې، چې د جګړې پایلې یې نامعلومې کړې دي.
له همدې امله له مولوي مهدي سره د طالبانو د حکومت جګړه په کورني او نړیوال ډګر کې د طالبانو لپاره ګرانه تمامه شوې ده، ځکه دا داخلي جګړه شمېرل کېږي او دا ښيي چې طالبان یوه توکمیزه ډله ده چې نور توکمونه یې نه مني.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
مطالب پیشنهادی
russia
تاجیکستان ته د پوتین سفر د سیمې او افغانستان پر تحولاتو تمرکز لري
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکتوبر په نهمه نېټه تاجیکستان ته سفر کوي ترڅو له امامعلي رحمان، خپل سیال سره وګوري او د سیمې د تحولاتو، په ځانګړې توګه افغانستان، او د امنیتي همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
اداره-ملی-احصائیه (1)
د طالبانو د احصائیې اداره: د ۱۴۰۴ کال په نیمایي کې له ۴۲ زرو ډېرې کاغذي تذکرې تصدیق سوې
د طالبانو د احصائیې ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له ۴۲ زرو ډېر کاغذي تذکرې تصدیق کړې او په عین وخت کې د یو میلیون او ۳۲۱ زره څخه زیات غوښتونکي ثبت او وڅېړل سول.
bon-alman
سرچینې خبر ورکوي چې د طالبانو ډیپلوماتانو په بن کې د افغانستان قنسولګري بیا پرانېستې ده
آلمان په دې وروستیو کې د طالبانو استازي تاییدکړي او د بن قونسلګرۍ پخوانيو کارکوونکو استعفا ورکړې، د طالبانو لخوا ټاکل سوي ډیپلوماتانو د آلمان په بن ښار کې د افغانستان قونسلګري بیا پرانېستې ده.
bazgasht-mohajerin
افغانستان ته د لږ تر لږه زر کډوالو کورنیو ستنېدل
د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې ۹۶۳ کډوالې کورنۍ د رسمي پولو له لارې افغانستان ته راګرځیدلې دي.
آخرین اخبار مهم
افغانستان د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام مقدماتي سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې چمتو دی
۲ ورځې مخکی
د ښځو پر وړاندې د محدودیت دوام؛ طالبانو د ښځو او انجونو د ځیرکو مبایلونو د ضبطولو امر کړی
۲ ورځې مخکی
ګنداپور: د افغانستان بې‌ثباتي د پاکستان امنیت په مستقیم ډول ګواښي
۲ ورځې مخکی
په افغانستان کې د فقر د زیاتېدو په اړه د بحران نړیوالې ډلې اندېښنه
۲ ورځې مخکی
هند د لومړي ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر کوربه‌توب کوي
۲ ورځې مخکی
«د هستوګنې نړیواله ورځ» او د افغانستان پر ښاري سیمو د فشار د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
۲ ورځې مخکی
روسیه: طالبان د بګرام اډه امریکا ته نه سپاري
۲ ورځې مخکی
په کنړ کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۷ ورځې مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۲ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۲ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
افغانستان در روز جهانی دموکراسی؛ حاکمیت تک‌صدایی، خاموشی امید و بحران مشروعیت
نبود مشارکت مردمی، ممنوعیت آموزش زنان و سرکوب رسانه‌ها، کشور را از مسیر توسعه و مردم‌سالاری دور کرده و بحران مشروعیت را در درون نظام حاکم تشدید نموده است.
۳ اونۍ مخکی
1:14 ب.ظ