د مورني ژبې نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د پارسي ژبې له پیژندنې څخه تر ګواښه پوری

په داسې حال کې چې یونسکو هر دوه اونۍ کې د یوې ژبې د له منځه تللو زنګ غږوي، نوې پارسي ژبه په افغانستان کې، چې د شاوخوا ۱۲۰۰ کلونو مخینه لري، نه یوازې د اړیکو وسیله ده، بلکې د هویت، دین، پوهنې او ملي یووالي څرګندونکی هم ده .
د مورني ژبې نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د پارسي ژبې له پیژندنې څخه تر ګواښه پوری

په داسې حال کې چې یونسکو هر دوه اونۍ کې د یوې ژبې د له منځه تللو زنګ غږوي، نوې پارسي ژبه په افغانستان کې، چې د شاوخوا ۱۲۰۰ کلونو مخینه لري، نه یوازې د اړیکو وسیله ده، بلکې د هویت، دین، پوهنې او ملي یووالي څرګندونکی هم ده .

نوې پارسي؛ هغه ژبه چې له سمرقند څخه تر کندهاره او اصفهان پورې ۱۲۰۰ کاله کیږي ساه اخلې ، خو کله ناکله هڅه سوې چې د هغې ساه واخیستل سي .!

په داسې حال کې چې یونسکو هر دوه اونۍ کې د یوې ژبې د له منځه تللو زنګ غږوي، نوې پارسي ژبه په افغانستان کې، چې د شاوخوا ۱۲۰۰ کلونو مخینه لري، نه یوازې د اړیکو وسیله ده، بلکې د هویت، دین، پوهنې او ملي یووالي څرګندونکی هم ده.
سره له دې، دغه قیمتي میراث په ۲۱مه پېړۍ کې د هر وخت څخه زیات د سیاست له اغېزو سره مخ سوی او کله ناکله حتی د جوړښتي کم ارزښتۍ په کچه ځای ورکړل سوي دي. دغه راپور د پارسي ژبې علمي دریځ، د افغانستان د فرهنګي شتمنیو په غني کولو کې د هغې رول، او د عصري دورې پر مهال د هغې مخې ته پرتې ستونزې څېړي.

۲۱ فبروري، د مورني ژبې نړیواله ورځ، یوازې یوه کلنۍ مناسبت نه دی؛ بلکې دا حقیقت راژوندي کوي چې انسان له خپلې مورني ژبې سره فکر کوي، له هغې سره مینه کوي، او نړۍ ته ورسره معنا ورکوي. یونسکو خبرداری ورکوي چې د نړۍ شاوخوا ۶۰۰۰ ژبو نیمایي د له منځه تللو په خطر کې دي. په دې منځ کې، پارسي ژبه چې د نړۍ تر ټولو پخواني ژوندی ژبه ده او د اسلام د سپیڅلی دین دوهمه ژبه، په افغانستان کې (د تاریخي نوم سره پارسي-دري) سره له دې چې ستر فرهنګي او علمي پانګه لري، له تېرو پنځو لسیزو راهیسې د «پارسي ضد چلند» او « ژبنې یووالی » دوه ګوني هدف لاندې راغلې ده.

پارسي ژبه د نړۍ له تر ټولو پخوانیو ژبو څخه ده چې شاوخوا ۲۵ پېړۍ مستند تاریخي مخینه لري. تر ټولو پخواني آثار یې د هخامنشي دورې د تیږو لیکنې دي، لکه د بیستون کتیبه (۵۲۲ ق.م) چې د لرغونې پارسي په ژبه لیکل سوې ده. دغه ژبه بیا په اشکاني او ساساني دورو کې د منځنۍ پارسي (پهلوي) په بڼه ادامه پیدا کړه، او له درېیمې هجري پېړۍ وروسته، نوې پارسي یا پارسي-دري ته وده ورکړه، چې تر نن ورځې پورې دوام لري. په دې توګه، اوسنی پارسي ریښې په هغه ژبه کې دي چې شاوخوا ۲۵۰۰ کاله وړاندې په فرهنګي او تمدني سیمو کې دود او کارول سوې ده.

د یوې ژبې د «علمي» ګڼلو او د هغې د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره درې اساسي ځانګړتیاوې اړینې دي:

۱. د مفاهیمو د جوړولو وړتیا:
علمي ژبه باید د فلسفي، فزیکي او طبي نوې او پېچلې مفاهیمو لپاره دقیق لغاتونه جوړ کړي یا ومنلای سي. پارسي ژبه د قوي ګرامري جوړښت او غني تاریخي شالید په مرسته دغه وړتیا لري.

۲. د علم تولید او معتبرې مقالې:
د اسکوپوس علمي مرکز د احصایې له مخې، پارسي ژبه د کلني ۱۳ سلنه منځنۍ ودې کچه لري، چې په نړۍ کې د علمي ژبو په منځ کې تر ټولو لوړه ده او د ۳۸م مقام څخه یې ۱۵م مقام ته وده کړې ده. دا ښايي چې پارسي نه یوازې له منځه تللای نه سي، بلکې د علمي تولید په برخه کې له هر وخت څخه ژوندي او فعاله ده.

۳. ادبي او فلسفي شالید:
هغه ژبه چې د ستر اثارو لکه د فردوسي «شاهنامه»، د مولانا «مثنوي»، د شمس او حافظ غزلیات، د خیام رباعیات او د سعدي گلستان ولري، یوه ستر فرهنګي ژبه ګڼل کېږي. په مقابل کې هغه ژبه علمي نه ده چې له کلاسیکې لیکلې ادبیاتو بي برخي وي، د ورځنیو اړتیاوو ځواب ور نه سي کړاي او یوازې یوې محلي وینا ته محدود پاتې سي.

افغانستان د ژبنیو بیلابیلوالي یوه بېلګه ده. پښتو، ازبکي، بلوچي، پشه‌ای او پارسي ژبې د دری له لهجو او ویناو سره هره یوه د علم، فرهنګ، شعر او موسیقۍ خزانه لري. که څه هم احصایوي څرګندوي ښايي چې ۸۶ سلنه افغانان په پارسي ژبه خبرې کوي یا پوهېږي، خو دا د نورو ژبو له ارزښت سره ټکر نه کوي. د پارسي ژبې قدر باید د پښتو، ازبکي، بلوچي او د هېواد د نورو ژبو د احترام په ترڅ کې وسي.

خو مهمه خبره دا ده چې پارسي ژبه زموږ په هېواد کې د علم او ادب ژبه ده. د دې خاورې ستر شاعران لکه سنایی غزنوی، بیدل دهلوی، مولانا جلال‌الدین بلخی، خواجه عبدالله انصاری او رابعه بلخی له همدې سیمې راټوکېدلي دي. که پارسي ژبه نه وای، د عرفاني او اسلامي مفاهیمو ډېره برخه به په دې سیمه کې خلکو ته نه وای رسېدلې.

د فارسي ژبې پر ضد دریځ؛ د هېواد د فرهنګ پر بدن یو پخواني ټپ

له بده مرغه، په تېرو پنځو لسیزو کې، په ځانګړي ډول د جمهوریت په شلو کلونو کې، ځینو قوم‌پالو جریانونو هڅه وکړه چې د پارسي ژبې د ویونکو پیژندنه تر پوښتنې لاندې راولي.

د حامد کرزی او اشرف غنی له ډلو څخه ځینو وګړو، لکه کریم خرم، لیوال، پخپله اشرف غنی، اسماعیل یون او د هغه مېرمنې، او لسګونو نورو، په ښکاره ډول د پارسي ژبې پر ضد دریځ غوره کړ.د تاریخ ترخه نیوکه دا ده چې همدغو وګړو خپله زده کړه د پارسي ژبې له لارې کړې، په همدې ژبه پوهنتونونو ته تللي او لوړې علمي درجې یې ترلاسه کړې؛ خو کله چې واک ته ورسېدل، د همدې ژبې د کمزورولو لپاره یې هڅې پیل کړې، چې دا د پارسي سپیڅلي ژبې په وړاندې بې‌ادبي بلل کېږي.

که پارسي ژبه نه وای، نو دغو وګړو به نه د حافظ دیوان درک کولای سوای او نه به یې پېچلي حقوقي او سیاسي مفاهیم زده کولای سول.!

په ۲۰۲۱ کال کې پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ژبني بېلابېلتیا پر وړاندې د بې‌پامۍ یو نوی پړاو پیل سو. راپورونه ښايي چې طالبانو د دولتي ادارو او پوهنتونونو له ځینو لوحو څخه د پارسي او ازبکي ټکو په لېرې کولو سره، په عمل کې د «پښتو کولو» تګلاره خپله کړې ده.

د بېلګې په توګه، په هغو ولایتونو کې چې ډېری اوسېدونکي یې په پارسي خبرې کوي، لکه بلخ، هرات او حتی سمنګان (چې د شاهنامه له مخې د رستم او تهمینې ټاټوبی ګڼل کېږي)، پخوا د پوهنتونونو او بنسټونو نومونه په لوحو کې په سر کې په فارسي او لاندې په پښتو لیکل کېدل، خو اوس برعکس لیکل کېږي، او ازبکي ژبه چې پخوا موجوده وه، بشپړه لېرې سوې ده.

دا ډول چلند له علمي او منطقي پلوه سم نه دی؛ ځکه که یو زده‌کوونکی د پوهنتون د ننوتلو پر مهال د بنسټ نوم په خپلې مورنۍ ژبې و نه ویني، نو د تړاو او پيژندنې احساس یې کمزوری کېږي. په لوحو کې لیکل سوې ژبه د مخاطب ذهن ته لومړنی پیغام رسوي. کله چې د یوه علمي بنسټ له سرلوحې یوه ژبه لېرې سي، نو پیغام یې دا وي: «دلته ستا او ستا د ژبې لپاره ځای نسته.»

په داسې ولایت کې لکه سمنګان چې ډېری اوسېدونکي یې ازبکان او تاجکان (د پارسي ژبې ویونکي) دي، د هغوی د ژبې له پامه غورځول د دې معنا لري چې د دوی د ښاري حقونو او کلتوري ګډون حقونه هم له پامه غورځول کېږي.

له دغو ټولو ستونزو سره سره، فارسي ژبه د نړۍ له ژوندیو او خوځنده ژبو څخه ده. د دې لامل هم روښانه دی: د علمي اصطلاحاتو د جوړولو لوړ توان، ستر ادبي پانګه، او د هغې پراخ جغرافیایي خپرېدنه (له تاجیکستان څخه تر ایران، افغانستان، هند او پاکستان پورې) دا لامل سوي چې پارسي ژبه ورځ تر بلې بډایه سي.

پارسي ژبه یوازې د پارسي ژبې ویونکو پورې محدوده نه ده؛ بلکې ټوله نړۍ د دې ژبې په شاعرانو او پوهانو ویاړي.

مولانا جلال‌الدین بلخي هغه شاعر دی چې آثار یې د نړۍ په کچه، په ځانګړي ډول په متحده ایالات کې، تر ټولو ډېر پلورل کېدونکي شعرونه بلل کېږي.

حافظ شیرازي د مینې او عرفان ستر شاعر ګڼل کېږي.

فردوسي طوسي د پارسي ژبې د تمدني سیمې د پیژندنې ساتونکی بلل کېږي.

سعدي شیرازي د اخلاقي پندونو شاعر دی.

عمر خیام شاعر، فیلسوف او ریاضي‌پوه و.

سنایي غزنوي د عرفاني شعر بنسټګر ګڼل کېږي.

همدارنګه خواجه عبدالله انصاري، رودکي، رابعه بلخي، بابا طاهر او نظامي ګنجوي او نور ډېر نامتو شاعران هم د همدې ادبي بهیر استازي دي.

معاصر شاعران هم ډېر دي؛ که د هغوی نومونه ولیکل سي، نو ښايي د یو ستر کتاب په اندازه سي.

د پارسي ژبې د تمدني سیمې پوهان هم د یادونې وړ دي:
ابوریحان بیروني د انسان‌پېژندنې بنسټګر بلل کېږي،

ابن سینا د نوې طبي علم بنسټګر ګڼل کېږي،

خواجه نصیرالدین طوسي فیلسوف او ریاضي‌پوه و،
او محمد زکریا رازي یو نامتو ډاکټر او کیمیاپوه و.

دا ټول د پارسي ژبې د تمدني سیمې له پوهانو څخه وو چې خپل علم یې نړۍ ته وړاندې کړ.

سږکال د مورني ژبې نړيوال ورځ موږ ته فرصت راکوي چې دې پوښتنې ته ژور پام وکړو: ایا موږ د دې ژبني شتمنیو د ساتنې وړ وارثان یو؟

د پارسي ژبې ضد چلند یوازې اداري کړنه نه ده، بلکې يو علمي خیانت دی. د دې لارې نه یوازې د افغانستان د خلکو د ۸۶ سلنه احساساتو او د نړۍ د ټولو پارسي ژبو ویونکو درناوی تر پښو لاندې کېږي، بلکې راتلونکې نسل د ابن‌سینا او د کلاسیک فارسي ادبیاتو له علمي میراث څخه بی برخي کېږي.

د تېرو او اوسنیو پارسي‌ستیزانو لپاره باید وویل سي: تاسو کولای سئ تابلوګانې بدل کړئ، خو هېڅکله تاریخ، شعر او عرفان د خلکو له حافظې څخه نه سي پاکولای.

په افغانستان کې د پارسي ژبې بهیر، لکه يو ځوړند او چټک رود، د هندوكش د غرونو له زړونو راوتلی او تر منځنۍ اسیا او هند د سمندرګۍ پورې رسېدلی دی. آیا دا شونې ده چې د کمزورو او بې معنا سیاسي بندونو په وسیله یې لاره وتړل سي؟ ځواب واضح دی: نه!!!

زه د مورني ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت ټولو خلکو ته مبارکي وایم، په ځانګړي ډول د نړۍ ټولو پارسي ژبو ویونکو ته، او په ځانګړي ډول د فرهنګ‌پال او محترم افغانستان ، ایران او تاجیکستان خلکو ته. همدارنګه، زه د پښتو، ازبیکي، بلوچي، پشه‌یي او اردو ژبو ویونکو ته هم له زړه مبارکي وړاندې کوم.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x