د مهاجرینو د ایستلو د بهیر چټکوالی؛ په یوه ورځ کې له پاکستانه له ۷۸۰۰ ډېر افغان کډوال شړل سوي

د افغانستان د کډوالو د ایستلو د بهیر د لا پراخېدو په دوام، د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون اعلان کړی چې پاکستان یوازې په تېره یوه ورځ کې ۷۸۴۹ افغان کډوال له دې هېواده ایستلي دي.
د مهاجرینو د ایستلو د بهیر چټکوالی؛ په یوه ورځ کې له پاکستانه له ۷۸۰۰ ډېر افغان کډوال شړل سوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون وایي چې پاکستان د دوشنبې په ورځ (۲۶ د عقرب) ټولټال ۷۸۴۹ افغان کډوال له دې هیواده ایستلي دي.

یاد کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام‌قلعه او د پل ابریشم له پولو څخه افغانستان ته داخل سوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له دې یوه ورځ مخکې هم ۷۷۴۴ افغان کډوال شړلي وو؛ هغه کسان چې ډېری یې په اجباري ډول له پاکستانه ایستل سوي او افغانستان ته ستانه سوي دي.

له هغه وروسته چې د پولې په اوږدو کې اته ورځنۍ نښتې وسوې او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له حکم وروسته، په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري نیولو او ایستلو لړۍ نوره هم چټکه سوې ده. په دې موده کې د پاکستان پولیسو لسګونه کسان د هېواد له بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول د اسلام‌آباد فیصل ټاون، راولپنډۍ او نورو ځایونو نیولي، لنډمهاله کمپونو ته یې لېږدولي او د اخراج لپاره یې تیار کړيدي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x