د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د اخراج په څپه کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې یوازې د دوشنبې په ورځ، ۱۹ د عقرب، ۱۸۳۱ کورنۍ له مختلفو پولو څخه افغانستان ته راغلي دي. دا په داسې حال کې ده چې یوازې دوه ورځې مخکې هم شاوخوا دوه زره نورې کورنۍ افغانستان ته راستنې سوي وې.
راپورونه ښيي چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان لهخوا د افغان مهاجرینو د اخراج بهیر ډېر سوی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ او د کډوالو نړیوال سازمان په یوه ګډ راپور کې خبرداری ورکړی چې دا وضعیت ډیری زیانمنې کورنۍ په بحراني شرایطو کې پرېښي دي. ډیری راستنېدونکي سرپناه، مالي منابع او ابتدایي خدماتو ته لاسرسی نه لري، او د راتلونکي سوړ ژمي خطر د یوه پراخ بشري بحران د پېښېدو امکان زیات کړی دی.



