د طالبانو د مهاجرو ستونزو ته د رسیدنې کمیسیون راپور ورکړی چې یوازې په پرون ورځ کې، دوه زره او ۱۰۲ افغان کډوالې کورنۍ د سیمې له هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه افغانستان ته ستنې سوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه کورنۍ د بېلابېلو پولو له لارو هېواد ته داخلې سوې دي. د افغان مهاجرو د پراخې ایستنې څپه په داسې حال کې دوام مومي او شدّت یې زیات سوی چې یوازې په تېرو دوو ورځو کې نږدې څلور زره کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې سوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ او د کډوالو نړیوال سازمان په ګډ راپور کې اعلان کړي چې په وروستیو اونیو کې له پاکستانه د ایستلو بهیر چټک سوی او د بېرته ستنېدونکو د انساني وضعیت په اړه پراخه اندېښنې رامنځته سوې دي. دغو ادارو خبرداری ورکړی چې ډېری دا کورنۍ په خراب اقتصادي حالت او د سرپناه، روغتیایي خدمتونو او لومړنیو اسانتیاوو د نه لاسرسي سره افغانستان ته بېرته ستنې سوی دي.


