د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په تاجکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه او اعلان یې وکړ چې په تیرو دوو اونیو کې نږدې ۱۳۸۸ افغان وګړي له هیواد څخه ایستل شوي دي.
د IOM د راپور له مخې، ډیری افغان وګړي چې په تاجکستان کې ژوند کوي په ویره او ناڅرګندتیا کې ژوند کوي او حتی د اړینو اړتیاوو د ترلاسه کولو لپاره له خپلو کورونو څخه د وتلو جرئت نه کوي.
د دې کډوالو یو شمیر یې له رسنیو سره په مرکو کې ویلي چې د دوی ژوند د زندان په څیر شرایطو کې تیریږي او دوی په دوامداره توګه د نیول کیدو او افغانستان ته د جبري راستنیدو له خطر څخه ویره لري.