د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په یوه راپور کې دا خبره کړې ده چی د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د افغان کډوالو د راستنېدو کچه د تېرې اوونۍ په پرتله درې سلنه کمه شوې ده. دغه سازمان په خپل نوي راپور کې احصایې ورکړې چې په تېره یوه اوونۍ کې ۷۴ زره ۵۵۷ کډوال افغانستان ته داخل شوي دي. د مهاجرت د نړیوال سازمان د راپور له مخې له ایران څخه د ټولو راستنیدونکو ۶۵ سلنه چې ۵۶ سلنه یې بې اسناده دي. د مهاجرت نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې په دې موده کې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د مهاجرت کچه اته سلنه کمه شوې ده. تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي وو، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې ټولټال ۲.۲ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

- 44
- کې خپور شو 1:48 ب.ظ
- د خبر شمیره 110265
- November 23, 2024
- کې خپور شو 1:48 ب.ظ
- د خبر شمیره 110265
- November 23, 2024
- تازه تازه 18:49 - November 23, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=110265
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



