د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سعودي عربستان د کرنې په نندارتون کې د پنځو افغان شرکتونو ګډون

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام اعلان کړی چې پنځه افغان شرکتونه د سعودي عربستان د کرنې په ۴۲م نړیوال نندارتون کې خپل کرنیز تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سعودي عربستان د کرنې په نندارتون کې د پنځو افغان شرکتونو ګډون

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) ویلي چې پنځه افغان شرکتونو د سعودي عربستان د کرنې په ۴۲م نړیوال نندارتون کې ګډون کړی او خپل بېلابېل کرنیز محصولات یې نندارې ته وړاندې کړې دي.

د دې نهاد په وینا، افغان شرکتونو په نندارتون کې د زعفران، وچي مېوې او بېلابېلو ډولونو مغز لرونکو موادو په ګډون تولیدات وړاندې کړي دي. د افغان شرکتونو د ګډون موخه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو معرفي کول نړیوالو بازارونو ته او د صادراتو د پیاوړتیا هڅه بلل سوې ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام زیاته کړې چې دا ګډون د هغه هڅو یوه برخه ده چې موخه یې په اوسني ستونزمن وضعیت کې کې د افغانستان د محلي اقتصاد پیاوړتیا او د افغان تولیدونکو ملاتړ دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه