د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام اعلان کړی چې ددې ادارې د پور تضمیني پروګرام له لارې، د ۷ زرو او ۵۰۰ کوچنیو او منځنیو کاروبارونو په ملاتړ سره، په ټوله افغانستان کې د شپاړس زرو دندو د رامنځته کېدو زمینه برابره سوې ده.
دغه نهاد د شنبه په ورځ د عقرب په دریمه د یو راپور په خپرولو سره ویلی چې ددې سازمان د پور د تضمین طرحه د دې ادارې د پانګونې د پرمختیا صندوق په همکارۍ پلې سوې او تراوسه یې له ۲۰ میلیونو ډالرو څخه ډېر پور د افغانستان وړو او منځنیو کاروبارونو ته ورکړی دی. د دې پروګرام له مخې، له ټولو هغو کاروبارونو څخه چې ګټه یې اخیستې، له دوه زرو او ۲۵۰ څخه زیات شرکتونه د ښځو ملکیت دي، او نږدې پنځه زره ښځې په نویو استخدام سوو کسانو کې شاملې دي.
د پور د تضمین پروګرام د افغانستان د پورونو د تضمین بنسټ (ACGF) له لارې عملي کېږي، او هدف یې دا دی چې د بانکونو د خطر کچه کمه کړي او هغوی وهڅوي چې وړو او منځنیو شرکتونو ته پورونه ورکړي. د ملګرو ملتونو دا اداره د پورونو د نهاجرا په صورت کې د بانکونو یوه برخه زیان جبرانوي، تر څو مالي بنسټونه په ډاډ سره د خصوصي سکتور په برخه کې پانګونه وکړي.
دغه طرحه د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې او د مقاومت د پیاوړتیا د پراخو هڅو یوه برخه ده او پکې تخنیکي روزنه، د مالي محصولاتو پرمختګ، او د ډیجیټلي پور ورکولو خدمتونو پراختیا هم شامله ده.







