د ملګرو ملتونو ویاند: د دوحې غونډه بین الافغاني نه وه

د ملګرو ملتونو ویاند: د دوحې غونډه بین الافغاني نه وه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې وکړه چی د دوحې دریمه ناسته چې د ۲۵ هېوادونو او ۵ نړیوالو سازمانونو د ځانګړو استازو او همدارنګه د طالبانو د یوه پلاوي په شتون کې جوړه شوې وه، بین الافغاني ناسته نه وه. هغه د دوحې د غونډې په څنډه کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره په کتنه کې د ځينو هېوادونو د استازو د نه حاضرېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ملګري ملتونه نه دي توانیدلي چې هیوادونه په دې غونډه کې ګډون وکړي او که نه. هغه ټینګار وکړ چې د دوحې ناسته د بین الافغاني ناستې په توګه نه بلکې د هېوادونو او طالبانو ترمنځ د خبرو په موخه جوړه شوې وه. دوجاریک زیاته کړه، چې په دې ناسته کې هر یو ځانګړی استازی کولای شواي چی د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او د نشه یي توکو پر مسلې خبرې وکړي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان له اقتصاد سره د اروپايي ټولنې مرستې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x