د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک دا څرګندونې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې وروسته وکړې چی د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره سلا مشورې دوام لري. د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند څرګنده کړه چې د دغه استازي د ټاکلو لپاره هیڅ مهالویش نشته او ټینګار یې وکړ: دا موضوع په جدي او چټکۍ سره نیول کیږي او هرڅومره ژر چې څوک پیدا شي اعلان به یې کړو. د ډسمبر په ۲۹مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان او طالبانو له مشرانو سره د اړیکو د زیاتولو او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ. په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت پر دوام، همغږي او د هغه د ملاتړ پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

- 68
- کې خپور شو 11:28 ق.ظ
- د خبر شمیره 7823
- February 29, 2024
- کې خپور شو 11:28 ق.ظ
- د خبر شمیره 7823
- February 29, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



