د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو برید غندلی او په سیمه کې یې د جګړې د پراخېدو خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې ګوتریش په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ډیپلوماتیکو تاسیساتو د اپریل د لومړۍ نیټې برید په کلکه غندي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي دي چې د قونسلګرۍ او دیپلوماتیکو ځایونو او پرسونل د معافیت اصول باید د نړیوالو قوانینو سره سم په ټولو قضیو کې مراعات شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز ټولو خواوو ته یادونه وکړه چې د بشري حقونو د نړیوال قانون په ګډون د نړیوالو قوانینو ټولو احکامو ته درناوی وکړي. هغه پر خپلو غوښتنو هم ټینګار وکړ چې له داسې بریدونو ډډه وکړي چې ملکي وګړو او ملکي بنسټونو ته زیان ورسوي.

- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8230
- کې خپور شو 12:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 8230
- April 4, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8230
- کې خپور شو 12:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 8230
- April 4, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



