د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د پاکستان او د طالبانو د ادارې د استازو د مذاکراتو د ناکامۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استیفان دوجاریک په نیویارک کې په یوه خبري ناسته کې وویل: «هو، دا موضوع بې له شکه د اندېښنې وړ ده.»
د طالبانو او پاکستان څلور ورځنۍ خبرې اترې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په استانبول کې ترسره سوې، خو بې له کومې لاسته راوړنې پای ته ورسېدې او بنبست ته ولاړې.
دوجاریک هیله څرګنده کړه چې، سره له دې چې خبرې اترې بندې سوې، خو جګړه به بیا نه پیل کېږي. د خبرو له ناکامېدو وروسته د پاکستان د دفاع وزیر طالبانو ته ګواښ وکړ او وویل: «که دوی تحریکی کړنو ته دوام ورکړي، موږ به یې بېرته د تورې بورې غرو ته واستوو.»
طالبانو تر اوسه دې ګواښ ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال پرون وویل: «پاکستان باید په افغانستان کې د شوروي اتحاد، امریکا او برېتانیا له برخلیک څخه درس واخلي.» دغه بدلونونه ښيي چې د پاکستان او طالبانو اړیکې لا هم ترینګلې دي او احتمال سته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي او امنیتي ترینګلتیاوو کچه نوره هم لوړه سي







