د ملګرو ملتونو د سرمنشي پیغام د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کليزي په مناسبت

آنتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ایران د اسلامي انقلاب د بریا کلیزه په یو رسمي پیغام کې د ایران جمهور رئیس او خلکو ته يي مبارکي ورکړه او ملي ورځې یې د هېوادونو د تاریخي لارو د ژور فکر کولو لپاره یو فرصت وباله.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي پیغام د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کليزي په مناسبت

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، آنتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل رسمي پیغام کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا کلیزه مسعود پزشکیان، د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس، او د ایران خلکو ته مبارکي ورکړه.

سرمنشي په خپل پیغام کې د دې ملي ورځې په مناسبت خپله ریښتینې مبارکۍ وړاندې کړې او د ایران د خلکو لپاره یې د پرمختګ، بریالیتوب او سوکالۍ هیله څرګنده کړه.

ګوترش په دې پیغام کې د ملي ورځو ارزښت په دې توګه یاد کړی چې دا ورځې د هېواد د تاریخي لارو ، د هېواد د نړیوالو اړیکو او رول، او هغه آرمانونه چې د ملتونو راتلونکی جوړوي، د غور او ارزونې لپاره مهم فرصتونه دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مبارکۍ پیغام داسې مهال خپرېږي چې هر کال د ۲۲ دلو په ورځ د ایران د اسلامي انقلاب د بریا کلیزې په مناسبت، نړیوال چارواکي او دولتونه تهران ته رسمي مبارکي او پیغامونه استوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x