د معمار پرس د خبر له مخې؛ ګوتریش نن، یکشنبه، د اسد ۱۲مه، دا تړون لاسلیک کړ، او دا یې په سیمه کې د دوامداره پراختیا موخو د پرمختګ لپاره یو مهم ګام وباله.
هغه ټینګار وکړ چې دا مرکز به د ملګرو ملتونو د همغږي کونکو سره په همکارۍ په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او ځان بسیاینې سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې د افغانستان خلک د پراخې بې وزلۍ، بې ځایه کیدو، طبیعي پیښو او بشري کړکېچونو په څیر ننګونو سره مخ دي.
ګوتریش وویل چې دا مرکز به د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په تمرکز سره د افغانستان د وضعیت ښه کولو کې مرسته وکړي.