د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام د کثافاتو د مدیریت د جدي بحران په اړه خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) په افغانستان کې د کثافاتو د مدیریت د اندېښمنوونکي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د کثافاتو د راټولولو او له منځه وړلو د اغېزمن سیستم نشتون، په ځانګړي ډول په غیررسمي مېشت‌ځایونو کې، د خلکو عامه روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام د کثافاتو د مدیریت د جدي بحران په اړه خبرداری ورکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په غیررسمي مېشت‌ځایونو کې، د کثافاتو د مدیریت خراب وضعیت د خلکو روغتیا له سخت خطر سره مخامخ کړی ده. دغه بنسټ په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې د کثافاتو د راټولولو او دفع کولو د اغېزمن سیستم نشتوالی د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ دی.

د راپور له مخې، په کابل او نورو لویو ښارونو کې ګڼې کورنۍ په غیررسمي مېشت‌ځایونو کې ژوند کوي؛ هغه سیمې چې ډېری وخت د ښاري بنسټیزو خدمتونو، لکه د کثافاتو د مدیریت، څخه بې‌برخې وي. د بشري استوګنې پروګرام خبرداری ورکړی چې دې ستونزې ته نه پاملرنه کولی سي د ناروغیو د خپرېدو، د چاپېریال د ککړتیا او د خلکو د ژوند د کیفیت د ټیټېدو لامل سي.

دغه بنسټ د سالمو ښارونو او ټولنو د رامنځته کولو لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د ښاري خدمتونو بنسټونو ته، په ځانګړي ډول په بېوزلو او غیررسمي سیمو کې، بېړنۍ پاملرنه وسي.

دا مهال د پلازمېنې او نورو ښارونو په ډېرو سیمو کې کثافات د سړکونو او کوڅو پر غاړو راټول سوي او د اړوندو ادارو د اغېزمن نظارت نشتون، وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x