د ملګرو ملتونو خبرداری: د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې شاوخوا ۶۰ سلنه ورک سوي کسان ښځې دي.

د افغانستان د ښځو چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکړی چې ښځې او انجونې د افغانستان ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو له نیمایي څخه زیات او د ورک سویو کسانو ۶۰ سلنه جوړوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=149595
۱ اونۍ مخکی
شماره خبر 149595
منتشر شده در 3:24 ب.ظ

د معمار خبرې آژانس د راپور له مخې؛ سوزان فرګوسن، د افغانستان د ښځو چارو لپاره،د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په یوه خبري ناسته کې چې د «افغان ښځو ته عاجل مرسته» په محور وه، څرګنده کړه چې د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلې ښځې او انجونې د اوږدمهاله کړاوونو او څو اړخیزو ګواښونو سره مخ دي. هغې وویل: «ښځې او انجونې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو نیمایي څخه زیات او د ورک سویو کسانو ۶۰ سلنه جوړوي.» فرگوسن د خپل وروستی سفر یادونه وکړه چې کنر ولایت ته تللې وه او زیاته یې کړه چې په دې سیمو کې حیاتي بنسټونه له منځه تللي او د ښځو لپاره کافي صحي امکانات نه سته. د هغې په خبره، ښځې اړ دي چې د ابتدایي خدماتو لپاره اوږده واټنونه ووهي، چې دا کار یې د تاوتریخوالي او ځمکنیو ماینونو له خطر سره مخ کوي. د ملګرو ملتونو دې چارواکې خبرداری ورکړ چې د طبیعي ناورینونو وروسته، د کورنۍ په کچه تاوتریخوالی، د بې ځایه کیدلو او د عاید د له لاسه ورکولو له امله زیاتېږي. هغې وویل: «په تر ټولو زیان‌منونکو ډلو کې لږ تر لږه ۴۶۳ کورنۍ پیژندل سوې.» فرگوسن د امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو وضعیت ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټولې ښځې او انجونې بیړنیو صحي خدماتو ته اړتیا لري. هغې وویل چې د طالبانو محدودیتونه د ښځو پر کار، زدکړه او تګ راتګ باندې د صحي ښځینه کارکوونکو شدید کمښت رامنځته کړی او دا وضعیت ښځې د بشري مرستو د لاسرسي له پلوه په کړکیچ کې اچوي. هغې د ۲.۵ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه تر څو د ۶ څخه تر ۱۲ میاشتو اضطراري پروګرام عملي کړي، چې موخه یې د زلزله‌ځپلو ښځو او انجونو بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي ښه کول دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
fao-in-afg
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
3e01e8c0-873e-11f0-84c8-99de564f0440
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د زلزلې له امله د ویجاړ سوو کورونو د سمدستي او پایدارې بیا رغونې غوښتنه وکړه
ملګرو ملتونو د افغانستان په ختیځو سیمو کې د زلزلې له امله د ویجاړ سوو کورونو د سمدستي بیا رغونې پر پیل ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې دا کورونه باید د زلزلې پر وړاندې په مقاومت لرونکي ډول جوړ سي.
30bbf267-69e5-4b42-8bac-b898fa14d614_cx49_cy13_cw32_w1080_h608_s
په لغمان کې د ۴.۳ ریښتره زلزلې پېښه
د راپورونو پر بنسټ، د ۴.۳ ریښتر په کچه زلزلې (یک‌شنبه، د میزان ۶مه/ ۲۸ د سپتامبر) د ځمکې په ۸۰ کیلومتره ژوروالي کې په لغمان ولایت کې رامنځته سوې ده.
IMG_5702-1
اندونیزیا د زلزله‌ ځپلو د مرستې لپاره ډاکټران کنړ ته ولېږل
د اندونیزیا د روغتیايي مرستو کمېټې اعلان کړی چې د کنړ ولایت د وروستي زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره یې دوه ښځینه ډاکټرانې او یوه نرسه افغانستان ته استولی دی.
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
طالبان: ۹۱۰ کورنۍ په یوه ورځ کې هېواد ته راستنې سوی دي
۱ ورځ مخکی
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د سوداګرو او صنعتکارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ
۱ ورځ مخکی
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( دوشنبه د 1404 کال د میزان 7)
۱ ورځ مخکی
امیرخان متقي: د افغانستان او پاکستان مثبتې اړیکې د دواړو لورو په ګټه دي
۱ ورځ مخکی
د افغانستان د معیوبینو ملي کرکټ ټیم پاکستان ته ولاړ
۲ ورځې مخکی
په ننګرهار او نورستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل سو
۲ ورځې مخکی
د کډوالو ستنېدل؛ طالبانو د اوو زرو څخه د زیاتو کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی
۲ ورځې مخکی
د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رېل پټلۍ انتقالاتو ۱۱.۱۵ سلنه وده
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۱ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
راحله تلاش: بازداشت‌ زنان در کابل، خلاف شریعت و کرامت انسانی است
۲ میاشتی مخکی
7:01 ب.ظ
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۲ میاشتی مخکی
7:25 ب.ظ
وطن، نه خاک؛ که باهم بودن است
وطن در واقع همدیگریم، و نه آن شعارهای قدیمی که از تاریخ بیرون کشیده می‌شود. وطن هزاره است، پشتون است، تاجیک است، و همه آن‌ها که درد مشترک دارند و امید به زندگی بهتر.
۲ میاشتی مخکی
6:45 ب.ظ