د ملګرو ملتونو خبرداری د افغانستان د اوبو د بحران په اړه

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) اعلان کړی چې افغانستان د اوبو له جدي بحران سره مخ دی؛ چې د دې هېواد د خلکو لویه برخه، په ځانګړي ډول په محرومو سیمو او غیررسمي مېشت‌ځایونو کې، پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو خبرداری د افغانستان د اوبو د بحران په اړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي چې ګڼ افغانان پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ هغه وضعیت چې د خلکو روغتیا او ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

یاد بنسټ په اېکس ټولنیزه شبکه کې پر خپلې رسمي پاڼې لیکلي چې افغانستان دا مهال د اوبو د بحران په لومړۍ کرښه کې قرار لري او د پاکو اوبو کمښت، په ځانګړي ډول په غیررسمي مېشت‌ځایونو او محرومو سیمو کې، د دغو سیمو د اوسېدونکو لپاره جدي روغتیايي خطرونه رامنځته کړي دي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې پاکې اوبه نه یوازې د روغتیا د تأمین لپاره حیاتي ارزښت لري، بلکې د انساني کرامت د ساتنې او د خلکو د ژوند د کیفیت د ښه‌والي لپاره هم مهم رول لري.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام په دې تړاو ویلي دي:
«موږ باید د ټولو لپاره د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې لا زیاتې کړو.»

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) هم راپور ورکړی وو چې د افغانستان د میلیونونو وګړو لپاره پاکو اوبو ته لاسرسی په جدي ډول محدود سوی او د دغه راپور له مخې، له هر لسو افغانانو څخه اته تنه له ککړو اوبو ګټه اخلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x