د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام UNDP د شنبې په ورځ (۱۵ د قوس) اعلان کړی چې افغانستان د هغو هېوادونو په جمله کې راځي چې د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دي. دغه نهاد خبرداری ورکړی چې د دوړو طوفانونو ډېرېدنه او د اوږدمهالو وچکالیو دوام د هېواد کرنیزې ځمکې، څرځایونه او طبیعي سرچینې په جدي ډول زیانمنوي.
UNDP په خپل پیغام کې ویلی چې د اوبو، خاورې او هغو ټولنو ساتنه چې معیشت یې په همدې سرچینو ولاړ دی، د دوی په برنامو کې د لومړیتوب وړ ځای لري. دا هڅې د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزو د کمولو او د میلیونونو خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره ترسره کېږي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم د افغانستان د اقلیمي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې سخته وچکالي لاهم دوام لري. د راپورونو له مخې، سږکال فاریاب او بادغیس ولایتونه تر ټولو زیانمن سوي دي.
راپورونه ښيي چې د کرنیزو ځمکو، څړځایونو او ځنګلونو پراخ تخریب د لسګونو زرو کورنیو ژوند له خطر سره مخ کړی او په ډېرو سیمو کې یې د خوړو خوندیتوب د جدي بحران په لور بیولی دی.
کارپوهان باور لري چې که وضعیت په همدې ډول روان پاتې سي، او بیړنۍ مداخله و نسي، نو دا به د بېځایه کېدو نوې څپې، پراخې بېوزلۍ او د انسانې بحران د لا زیاتېدو لامل سي او ټول هېواد به تر خپل اغېز لاندې راولي.



