د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې ملاتړ د افغانستان د زیانمنو کورنیو څخه

ملګري ملتونو او اروپایي اتحادیې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي، په افغانستان کې د زیانمنو او اړتیا لرونکو کورنیو په ملاتړ ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې ملاتړ د افغانستان د زیانمنو کورنیو څخه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ ملګري ملتونو او اروپایي اتحادیې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي، د زیانمنو او اړتیا لرونکو کورنیو په ملاتړ  ټینګار کړي دي .

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) د روژې میاشتې د مبارکۍ پیغام د افغانستان وګړو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ورکړی او ټینګار یې کړی چې په دې میاشت او د کال په اوږدو کې به د افغانستان وګړو ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ هم هیله څرګنده کړې چې د روژې میاشت دې د افغانستان خلکو ته سوله، برکت او نوې هیله له ځان سره راوړي.

هم‌مهاله، اروپایي اتحادیې هم د روژې د مياشتي مبارکي د افغانستان وګړو ته ویلي او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ غوښتنه يي  کړې ده. دغه بنسټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې روژه د مرستې او یووالي وخت دی او خلک باید لاس د اړمنو کسانو د مرستې لپاره اوږد کړي، څو د ټولنې تر ټولو زیانمنو وګړو ملاتړ وسي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان د سخت اقتصادي کړکیچ او لوږې سره مخ دی او په روژه کې اړتیا لرونکي وګړي د اقتصادي ستونزو او د لومړنیو توکو د لوړي بيې له امله له لا زیاتو ننګونو سره مخ کیږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x