د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د افغانستان په اړه تر درې ورځو، د چهارشنبه ورځ (سنبلې ۲۶مه)، د دې شورا په مقر نیویارک کې ترسره کېږي.
په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي نوی راپور وړاندې کړي چې د افغانستان د عمومي وضعیت مختلف اړخونه لکه سیاسي، حکومتي، امنیتي، اقتصادي، بشري حقونه او روان بشري بحران رانغاړي.
د غونډې یوه مهمه برخه به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د کړنو ارزونه وي. همدارنګه، روزا اوتنبایوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما اوسنی رئیس، به په دې غونډه کې په وروستی ځل ګډون وکړي، ځکه چې د اوتنبایوا درې کلنه دنده په افغانستان کې پای ته رسېږي.
په همدې حال کې، د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې تمه کېږي د اوتنبایوا پر ځای نوی استازی د افغانستان د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د وضعیت، پر څار او ارزونه ډېر تمرکز وکړي.