د ملي ټلویزیون پخوانی رییس: طالبان د ملت د بخښلو واک نلري

د افغانستان د ملي ټلویزیون پخوانی رییس اسماعیل میاخیل د لوی اختر په مناسبت د طالبانو د عمومي بخښنې د اعلان په غبرګون کې، دا ډله د خلکو په وړاندې په جګړه او له امریکا سره د سولې په کولو تورنه کړه او ویې ویل چې طالبان د ملت د بخښلو واک نلري.
رئیس پیشین تلویزیون ملی: طالبان صلاحیت عفو ملت را ندارند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ملي ټلویزیون پخوانی رییس اسماعیل میاخیل د لوی اختر په مناسبت د طالبانو د عمومي بخښنې د اعلان په غبرګون کې، پر دې ډلې سختې نیوکې وکړې.

هغه وویل: “طالبانو د افغانستان له خلکو سره جګړه وکړه او له امریکا سره یې سوله وکړه. دا ډله د ملت د بخښلو واک نلري او باید له خلکو څخه بخښنه وغواړي.”

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه