د ملي مقاومت جبهې په کابل کې د نننۍ چاودنې مسووليت پر غاړه واخيست

د ملي مقاومت جبهې په کابل کې د نننۍ چاودنې مسووليت پر غاړه واخيست

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د دغې جبهې ځواکونو په کابل کښې په دوو جلا حملو کښې د طالب ډلې ۵ تنه عسکر وژلي او ژوبل کړي دي. د مقاومت جبهې د جمعې په ورځ (د حمل ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه خبره کړې ده چی په لومړي برید کې چې سهار ۷ بجې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کوټه سنګي پله ته څېرمه د وسله والو طالبانو په یوه پوسته برید وکړ چې په پایله کې یې ۲ تنه طالبان ووژل شول او یو بل ترهګر ټپي شو. د اعلامیې په دوام کې ویل شوي چې د مقاومت د جبهې عسکرو د سهار ۷:۳۵ بجې د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د حبیبیې لېسې ته څېرمه د طالبانو په یوه پوسته دوهم برید ترسره کړ چې له امله یې ۱ عسکر ووژل شو او يو بل ټپي شو. محاذ ادعا کړې، چې په دغو دوو بریدونو کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

بیشتر بخوانید:  د چابهار بندر د ظرفیت د لوړولو په اړه د ایران له ولسمشر مرستیال سره د ملا برادر لیدنه او خبرې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x