د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ حسیب پنجشیري ، د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې قوماندان ، د طالبانو سره د تېرو نښتو د ویډیو په خپرولو سره بیا د دې جبهې د مبارزې د دوام یادونه وکړه.
پنجشیري د ويډيو په څنګ کې په خپل پیغام کې لیکلي: «شهداء زموږ سرې کرښې دي؛ د هغوی لاره دوام لري او د هغوی هیلې ژر یا وروسته هرومرو عملي کېږي.»
حسیب پنجشیري د خپلې پیغام په ترڅ کې پرته له دې چې د میدان وروستي وضعیت ته اشاره وکړي، د مبارزې په دوام ټینګار کړی او د جبهې د قربانیانو یاد یې لمانځلې دي.
دغه ویډیو د وسلهوالو نښتو، د ځواکونو د لیږدولو صحنه په غرنیو سیمو کې او د تېرو نښتو ځینې منظرې ښايي. د دې صحنو دقیق وخت او ځای په خپلواکه ډول نه سي تاییدېدلی، خو ښکاري چې د هېواد په شمال ختیځ کې د وروستیو کلونو نښتو پورې اړه لري.
د ملي مقاومت جبهه د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته په ۲۰۲۱ کال کې جوړه سوه. له هغه وخت راهیسې، راپورونه د دې جبهې او طالبانو ترمنځ د بېلابیلو نښتو، په ځانګړي توګه په پنجشیر او د ځینو ولایتونو په ولسوالیو لکه تخار، بغلان او بدخشان کې خپاره سوي دي.
طالبانو مخکې اعلان کړی و چې د هېواد بشپړ کنټرول په لاس کې لري او د حکومت پر ضد هر ډول وسلهواله فعالیتونه ځپلای سي. تر اوسه د ملي مقاومت د جبهې د قوماندان د تازه خپره سوې ویډیو په اړه د طالبانو چارواکو رسمي غبرګون نه دی څرګند کړي.



