د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان کړی چې جنرال اکرامالدین سریع، د هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو قومندان، په تهران کې د یوه هدفمند ترهګریز برید په پایله کې وژل سوی دی.
دې جبهې په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی چې د جنرال سریع ترور د افغانستان د پوځي او امنیتي مخکښو څېرو د هدفمند وژنو د لړۍ یوه برخه ده او په ایران کې مېشت افغان وګړي یې سخت اندېښمن کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي: «دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان مهمې پوځي څېرې په نښه کېږي. دې جنایت د خلکو او افغان پناهغوښتونکو ترمنځ د اندېښنې څپه راولاړه کړې ده.»
د ملي مقاومت جبهې غوښتنه کړې چې دا پېښه په «جدي، شفاف او خپلواکه» توګه وڅېړل سي او د دې ترور عاملان او ملاتړي عدالت ته وسپارل سي.
جنرال اکرامالدین سریع د پخوانۍ جمهوري دورې له پېژندل سویو امنیتي قومندانانو څخه وو، چې د حکومت له سقوط وروسته ایران ته پناه وړې وه.



